د بلوڅانو د یووالي د کمېټې له دوو درځنو زیات مشران او غړي د شنبې- خالي په ورځ په کراچۍ کې هغه مهال نیول شوي کله چې دوي غوښتل په لیاري سیمه کې د دالبندین د جلسې لپاره یوه غونډه راجوړه کړي.
په ورته وخت کې د بلوچستان حکومت هم د بلوڅ يکجهتي کميټۍ د مشرانو په ضد يوځل بيا مقدمه درج کړې ده.
ډان نیوز د کراچۍ ښار د پولیسو د لوړپوړي مشر یا ایس ایس پي عارف عزیز له خولې خپل رپورټ کې ویلي چې ۲۵ مظاهره کوونکي نیول شوي، ځکه چې هغوی "د پاکستان ضد فعالیت" کې ښکېل وو.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواکه کمیشن (ایچ ار سي پي ) د سیند د پولیسو له خوا نیول شویو پرامنه بلوڅانو، چې په کې ښځې هم شاملې دي د سمدستي خوشې کولو اؤ د هغوي په ضد د لګول شوؤ تورونو د بېرته اخستو غوښتنه کړې ده.
د بلوڅانو د یووالي د کمېټې فعالانو تورونه لګولي چې پولیسو د لیاري مظاهره کوونکو سره ناروا سلوک کړی ، په هغوي یې تشدد کړی اؤ ناحقه یې زندانونو ته اچولي دي.
د بلوڅانو د یووالي د کمیټې غړې سمي دین بلوڅ پخپل یو ویډیو بیان کې ویلي چې د یادې کمیټې په تابیا په ۲۵مه جنورۍ دالبندین کې د راجوړېدونکې جلسې لپاره دوي د خالي په ورځ د کراچۍ په لیاري سیمه کې د یوې غونډې تابیا نیولې وه خو وایي چې د پروګرام پیل کېدو نه وړاندې پرې د سیند صوبې پولیسو یرغل وکړو.
"زمونږ سړي یې ونیول، وي وهل ، په ښځو یې تشدد وکړو ، هغوي یې له ویښتو راښکلې، لوپټې یې ترې وغورځولې اؤ د پښو لاندې یې راوستې، ښځې یې په راښکلو،راښکلو د پولیسو ګاډو ته واچولې اؤ په بیلابیلو تاڼو کې یې بندې کړې".
سمي دین بلوڅ ویلي ، پینځه ساعته وروسته د ولسي فشار له امله د هغوي ۱۳ ښځينه فعالانې پولیسو خوشې کړي خو سړي اوس هم د پولیسو په ولکه کې دي. هغه وایي چې پخپله پرې هم پولیسو تشدد کړی اؤ تر پینځوؤ ساعتو یې ځورولې ده.
وي او اې ډیوه د بلوڅ یکجهتي کمیټې لخوا د سیند په پولیسو د لګول شوؤ تورونو په اړه د سیند پولیس د ویاند سره د واټسپ له لارې د تماس نیولو هڅه وکړه خو دغه هڅه کامیابه نه شوه.
سمي دین بلوڅ ویلي، دا وړومبی ځل نه دی چې پولیسو د بلوڅ یکجهتي کمیټې په غړو یرغل کړی بلکې کله چې هم داسې څه پروګرام وي نو پولیس د بلوڅ یکجهتي کمیټې د غړو پر ضد عملیات کوي هغوي باندې تشدد کوي اؤ پرضد یې مقدمې درج کوي.
د بلوڅو د یووالې کمیټې په ټولنیزه رسنۍ ایکس خپل یو خپور کړي بیان کې ویلي چې"پولیسو او د قانون پځای کوونکو ادارو په پرامنه بلوڅانو او د بلوڅو د یووالي د کمېټې پر غړو سخت ګزارونه پیل کړي دي"
په بیان کې ویل شوي چې بلوڅ یکجهتي کمیټې د جنورۍ په ۲۵مه نېټه د راجوړېدونکې جلسې لپاره په لیاري کې د چمتووالي کمپاین پلان کړی و چې پولیسو پرې یرغل وکړو.
"خو کله چې د بلوڅانو د یووالي د کمیټې غړي او ګډونوال د لیاري سره نږدې میران ناکه ته ورسېدل، نو د پولیسو لخوا د تاوتریخوالي، د کوتکونو ګوزارونو او نیونو سره مخ شول"
په بیان کې ویل شوي چې د بلوڅ یکجهتي کمیټې مشران لالا وهاب بلوڅ، سمي دین بلوڅ، فوزیه بلوڅ، او امنه بلوڅ، "په غیر قانوني توګه د پولیسو لخوا ونیول شول.
بیان کې زیاته کړل شوې ده چې سمي دین بلوڅ پولیسو د بند په مهال ځورولې ده هغه پرون له یو وژونکي برید څخه خوندي پاتې شوې ده.
په ورته وخت کې د بلوچستان حکومت هم د بلوڅ يکجهتي کميټۍ د مشرانو په ضد يوځل بيا مقدمه درج کړې ده.
د بلوڅانو د یووالي کميټې دبې درکه شوو بلوڅانو د راپيدا کولو او دعدالت دحکم پرته د دوژنو په ضد په ۲۵مه جنورۍ د بلوچستان په دالبندين سیمه کې د بلوڅ قامي غونډې د رابللو اعلان کړی دی.
د بلوچستان حکومت دکورنیو چارو د وزارت له وړاندې څخه په ټوله صوبه کې دفعه 144 پځای کړې ده اؤ په هر رقم لاريون او غونډو یې بنديز لګولی دی
چارواکې وايي د بلوڅ یکجهتي کمیټې د مشرانو په ضد تازه مقدمه د کوټې ښار څخه دجنوب په لور د پنځوس کلو مټرو په واټن پرته سیمه مستونګ کې د پرځاي کړل شوې دفعه 144 د سرغړونې له امله درج کړل شوې ده.
په مقدمه کې د بلوڅ یکجهتي کمیټې د مشرې ډاکټر ماه رنګ بلوڅ تر څنګ نزدې 50 مشران نامزد کړل شوي دي.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواکه کمیشن په ایکس رسنۍ خپل یو بیان کې کراچۍ کې په پرامنه بلوڅانو د پولیس لخوا شوی کریک ډاون غندلی دی اؤ غوښتنه یې کړې ده چې د بلوڅ یکجهتي کمیټې نیول شوي غړي باید سم د واره خوشې کړل شي اؤ په ضد یې لګول شوي تورونه بېرته واخستل شي.
(دې رپورټ کې ځېنې معلومات د ډيوه خبریال حمید سمسور شامل کړي دي)