د پاکستان د سيند صوبې ګورنر کامران ټيسوري د بيان وروسته په کراچۍ کې د افغان کډوالو نيول سېوا شوي او پوليس وايي په 24 ساعتونو کې 256 افغانان نيول شوي دي.
د سيند صوبې ګورنر دوه ورځې وړاندې مطبوعاتو سره په خبرو کې دعوه کړې وه په کراچۍ کې افغانان په جرمونو او ترهګرۍ کې ککړ دي غېر قانونه افغانان دې په خپله وځي. خو هغه نه وو ويلي چې افغان کډوال په کومو جرمونو کې ککړ معلوم شوي دي.
ټيسوري نن بيا مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل څو ورځې وړاندې یې د وزيراعظم سره ليدلي او زياته کړې یې ده افغانان په قاچاق کې هم ککړ دي او په راتلونکو ورځو کې به د افغانانو پرضد عمليات نور ګړندي کوي، مرکزي حکومت فېصله کړې ده چې حالات به سموي.
د کراچۍ پوليسو نن په 11م ستمبر وي او اې ډيوه سره شمېرې شريکې کړي چې "په نهم او لسم ستمبر د کراچۍ په بېلابيلو ضلعو کې ټول 256 افغانان نيول شوي دي".
پوليس دعوه کوي غېر قانونه افغانان یې نيولي دي.
خو په کراچۍ کې مېشت افغان کډوال او د طالبانو کونسل جنرل وايي، په نيول شوو کې رجسټرډ يا قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال هم شامل دي.
د کراچۍ په افغان کډوالو کمېپ کې مېشت ګل الدين بېګ وايي، "د دوه ورځو راهسې افغانان سخت په ويره کې دي او څوک د نيولو د ويرې کارونو له نه شي وتلی".
هغه دعوه وکړه په ټول ښار کې ځای په ځای قانوني اسناد لرونکي افغانان نيول شوي دي.
د افغان کډوالو دپاره وکالت کوونکې قانون پوهه منيزه کاکړ هم په اېکس يا پخواني ټویټر د ځينو نيول شوو افغان کډالو عکسونه او د هغوی [پي او ار] کارډونو عکسونه خپاره کړي چې قانوني اسناد لرونکي افغانان نيول شوي دي.
په کراچۍ کې د طالبانو کونسلر جنرل عبدالجبار تخاري وي او اې ډيوه ته وویل دوی ته هم د افغانانو نيولو خبرونه ترلاسه شوي او بيا یې ګورنر ، وزيراعلا او نورو چارواکو ته په دغه حواله خط استولی دی.
هغه وويل، "د چارواکو نه یې غوښتي چې قانوني اسناد لرونکي کسان نه نيسي او که څوک اسناد نه لري د هغو د ويستلو په حواله دې دوی د وړاندې نه خبر کړی شي داسې نه شي کېدی چې په يوه او دوه اوونۍ کې افغانان وویستل شي".
ګل الدين بېګ وايي، د پوليسو سره رېنجرز هم د افغانانو تلاشيانې اخلي خو رېنجرز قانوني اسناد لرونکي کسان نه نيسي او پوليس یې په هر صورت ګرفتاروي.
وي او اې ډيوه د کراچۍ پوليس چارواکو سره د تماس هڅه کړې په ښکته کچه چارواکو ويلي دوی ته د برې نه حکم دی او لوړ پوړو چارواکو یې ځواب نه دی ویلی.
له دې وړاندې د سيند صوبايي حکومت او پوليس لوړ پوړو چارواکو د قانوني اسناد لرونکو افغان کډوال نيولو دعوې رد کړې وې.
پاکستان کې د کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو ادارې يو اېن اېچ سي ار ویلي، پاکستان کې د قانوني اسناد لرونکو افغان کډوالو د کارډونو يا قانوني اسنادو موده په 30م جون ختمه شوې او دوی بيا د حکومت او سېفران وزارت سره دغه مسله شريکه کړې او سېفران وزارت په قانوني توګه د افغان کډوالو پاکستان کې پاتې کېدو د دوه کلونو پورې مودې سپارښتنه کړې ده.
د يو اېن اېچ سي ار ویاند قېصر اپريدي مشال رېډيو ته ویلي، دوی د پاکستان حکومت ته ويلي چې د کډوالو د راتلونکې په حواله د پرېکړې پورې دې قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال ونه نيول شي.
عبدالجبار وايي، د تازه نيول شوو کسانو نه وړاندې نيول شوو کسانو کې د 2500 نه زيات افغانان د زندانونو څخه خوشي کړل شوي او بیرته افغانستان ته لېږل شوي دي.
په سيند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د تېر کال راهسې د افغان کډوالو نیولو لړۍ پېل شوې وه.
هغه وویل "نن نور 28 بندي افغانان ازاديږي او د 272 پورې نور په بند کې پاتې کيږي خو د نوو نيول شوو کسانو به دا شمېره نوره سېوا شي".
د يو اېن اېچ سي ار ترمخه، دا وخت په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار سره 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ دي، اته نيم لکه افغانانو ته د پاکستان حکومت په کال 2017م کې د رجسټرېشن کارډونه ورکړي، او درېم د حکومتي دعوو ترمخه پينځه لکه افغان کډوال داسې دي چې اسناد نه لري.
د پاکستان د تېر حکومت د بهرنيو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر د [آج ټي وي] سره په يوه مرکه کې ويلي وو، "په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان نه د اووه نيم لکه پورې کسان پاکستان ته راغلي" او حکومت تراوسه پورې دوی ته د کډوالو درجه نه ده ورکړې.