کرک:بازارونو کې دښځو په گرځيدو پابندي لگول شوې

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په کرک ضلع کې دمقامي مُليانو يوې کميټۍ بازارونو ته دمحرم څخه بغير دښځو په داخله پابندي لگولې ده.
دخټک اتحاد دمقامي مُليانو کميټۍ يوه غونډه په تحصيل مسجد کرک کې دجماعت اسلامي دپخواني ضلعي امير حافظ ابن امين په مشرۍ دجمعې په ورځ شوې ده.
غونډه کې فيصله شوې ده چې په بازارونو کې پرته دخپلو کورونو دنارينه غړو څخه دښځو دگرځيدو سره دهغوي په قول ټولنه کې فحاشي خوريږي اؤ دښځو په دغه تگ راتگ پابندي لگول پکار دي.
په دغه غونډه کې دمولانا مير زقيم اؤ مولانا عبدالرحمان ترڅنگ نورو مُليانو هم گډون کړى دى.
دغو مُليانو دمقامي انتظاميې اؤ پوليسو سره دښځو بهر ته په تگ ددغه پابندۍ لگولو په اړه پخپله فيصله دعمل درامد په حواله ليدنه کړې ده، خو راپورونه وائي ، هغوي په دغه فيصله عمل درامد کې کولو کې داسانتيا ورکولو څخه انکار کړى.
دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼه ډان پخپل يو راپور کې وائي کله چې يې دخټک اتحاد دمشر ميرزقيم سره دغه لړ کې رابطه وکړه نو هغه وويل دغه فيصله ځکه شوې ده چې زياتره هاغه ښځې چې ورسره دکور نارينه نۀ وي فحاشي خوروي اؤ په ځانگړې توگه دروژې په مياشت کې.
هغه تور ولگولو چې دمحرم څخه پرته دگرځيدو ښځو يوه ډله دغلا په پيښو کې هم ککړه ده.
مولانا زقيم وويل پرته له محرم څخه په بازارونو کې دښځو گرځيدو نۀ يواځې دپښتون کلتور په ضد عمل دى بلکې دا دمذهب په ضد خبره هم ده.
هغه وويل دکومو ښځو سره چې محرم وي ، هغوي به بازارونو ته دتگ څخه نۀ شي منعې کولى.
دمُليانو دغه کميټۍ په مقامي دوکاندارانو غږ کړى چې په هاغو ښځو دې سود سودا نۀ خرڅوي، کومې چې په بازارونو کې يواځې گرځيږي.
دبشري حقونو دتحفظ ډلې عورت فاؤنډيشن ريزيډنټ ډائريکټر شبينه اياز ددغه فيصلې په ضد خپل غبرگون کې وئيلي دي چې دمُليانو دغه فيصله دبنيادي انساني حقونو خلاف ورزي ده اؤ دهغې ددې حق څخه سرغړونه ده چې دخپلې مرضۍ مطابق ژوند وکړي.
هغې غوښنه کړې چې دښځو دحقونو دباوري کولو لپاره دې رياست په فوري ډول گامونه واخلي.
دهغې وينا وه چې يو څو کسانو ته دا حق نۀ دى حاصل چې د٤٨ فيصده ښځو دټولي دقسمت فيصله دې وکړي اؤ دا چې دغه ښځې په پاکستان کې دسړو دحقونو برابر حقونه لري.
دبشري حقونو دتحفظ يوې بلې کارکوونکې قمر نسيم دغه فيصله دښځو دحقونو سخته خلاف ورزي گرځولې اؤ دچارواکو څخه يې فيصله کې دککړو کسانو په ضد دکارروايۍ غوښتنه کړې ده.
نسيم وويل تيرکال هم داختر څخه دمخه دغه شان يو گام اخستل شوى ؤ، خو دمدني ټولنې دفشار له امله انتظاميې دغه گام په شا وتمبولو.