خلیلزاد: اشرف غني د طالبانو په اړه تېروتلی و، امرالله صالح خلیلزاد "فریب" جوړونکی بولي

امرالله صالح

خلیلزاد وایي کله چې امریکا افغانستان نه دخپلو ځواکونو د ویستلو په اړه پرېکړه وکړه نو ولسمشر اشرف غني هغه ته وویل “اوس زه ازاد یم چې په افغاني شکل به جګړه وکړم. په شپږو میاشتو کې به طالبانو ته ماته ورکړم ځکه تاسې سمه جګړه نه کوله”

دافغان سولې د امریکې پخواني استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو واک ته د رسېدو زیاتره ذمه واري د افغانستان په پخواني افغان صدر اشرف غني او په افغان مشرانو اچولي خو د اشرف غني پخواني مرستیال امرالله صالح د خلیلزاد خبرې رد کړي، هغه یې"فریب" جوړونکی بللی او ویلي یې دي چې پخواني امریکايي استازی د خپلې ناکامۍ پړه په نورو ورتپل غواړي.

امرالله صالح چې په ټوېټر ځان د افغانستان موقتي صدر معارفي کوي وویل خلیلزاد "د فریب د عظیم سکیم معمار" و.

امرالله صالح چې په خپل ټوېټر پېغام کې وویل خلیلزاد د افغان ریاست سره لکه د "قربانۍ د وزې" سلوک کولو او خیال یې ساتلو عن تر دې چې دا وزه "ذبح" شي.

امرالله صالح زیاته کړه چې په افغانستان کې امن دپاره د امریکې پخوانی افغان نژاد استازی "دا قیصه اسانول غواړي او پړه په نورو کسانو اچوي. مرکې به د هغه د ناکامۍ بدیوی ونه مېنځي."

پخپل یو تازه انلاین بحث کې چې وي او ای اشنا یې ځېنې برخې پخپله ویب پاڼه خبرې کړي ښاغلي خلیلزاد ویلي هغه هڅه کړې وه چې اشرف غني پر دې خبره پوهه کړي چې صدر ټرمپ ډیر جدي دی خو غني وویل “نا استخباراتو اؤ پوځیانو ماته بل څه ویلي دي”

د زلمي خلیلزاد په وینا داشرف غني محاسباتي تیروتنه دا وه چې باور یې نه کولو چې ګنې امریکا به دداسې یوې سیمې څخه اوځي چې هغه د امریکا پوځیانو او استخباراتو ته د چین، روسیې، ایران او پاکستان په شان د مهمو ستراتیژیکو هیوادونو لپاره فزیکي نزدې والی ورکوي.

هغه پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې اشرف غني په دوهم ځل د درغلیو ډکو ټاکنو کې ټاکل شوی ؤ اؤ په دغو ټاکنو کې ډیرو کمو افغانانو ګډون کړی ؤ خو ددې باوجود چې هغه دخپلې واکمنۍ د دورې په پائ رسولو ټینګار کولو اؤ همغږي یې نه ښودله ، په دې یې ټول حیران کړي وؤ.

دافغانستان دتیر حکومت ولسمشر اشرف غني لا د زلمي خلیلزاد دې څرګندونو ته څه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې چې کله دطالبانو اؤ افغان دولت ترمنځ د زلمي خلیلزاد په منځګړتوب دسولې خبرې شروع وې نو دغني دحکومت زیاتره چارواکو تورونه لګول چې خلیلزاد طالبانو ته زیات امتیازات ورکوي.

د وي او ای اشنا په دې رپورټ کې دخلیلزاد له خولې لیکل شوي کله چې امریکا افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستلو په اړه پرېکړه وکړه نو ولسمشر اشرف غني هغه ته وویل “اوس زه ازاد یم چې په افغاني شکل به جګړه وکړم. په شپږو میاشتو کې به طالبانو ته ماته ورکړم ځکه تاسې سمه جګړه نه کوله”

طالبانو داګست په ۱۵مه کابل نیولی ؤ اؤ تر هغې وروسته یې خپل حکومت په افغانستان کې اعلان کړی دی چې ترهغې وروسته هم بیلابیلو څېړونکو اؤ مطبوعاتو په زلمي خلیلزاد نیوکې زیاتې کړې وې چې ګنې دده دناسمو تړونونو اؤ فیصلو په نتیجه کې طالبان واک ته ورسیدل.

خو زلمي خلیلزاد دستمبر په میاشت کې فنانشل ټايمز سره مرکه کې ویلي وؤ، د اګست په نيمايۍ کې يې د طالبانو سره په اخري ساعتونو کې تړون شوی ؤ چې طالبان به د کابل نه بهر وي او د خبرو د لارې به په سياسي توګه د واک انتقال وشي خو د اشرف غني د تېښتې پرېکړې دغه پلان ناکامه کړو.

دکابل څخه تر وتلو وروسته دافغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني ویلي وؤ هغه د يو سخت انتخاب سره مخ شوی ؤ "که کابل کې پاتې وی بې شمېره وطنوال شهيدان کېدل او هم به کابل ښار د بربادۍ او وراني سره مخامخ کېدو"

اشرف غني زیاته کړې وه "طالبان زما د ليري کولو دپاره په کابل کې حاضر وو چې په کابل خونړۍ حملې وکړي، ما د وينې د سېلاب د مخنيوي دپاره غوره وګڼله چې وځم"

تیره ورځ پېښورکي مېشت د نړيوالو اړيکو ماهر پروفېسر اعجاز خټک وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلی وؤ امريکا دحد نه سېوا فشار د اشرف غني په حکومت اچولو او هم دغه وجه ده چې طالبانو خپله هره خبره په دوئ ومنله۔

" زما په خيال په اشرف غني حکومت د ضرورت نه زيات فشار اچول شوی ؤ، دې نه کم پکار ؤ، پکار وه چې د اشرف غني حکومت سره يې مرستې کولی که پوځونه يې وېستلی، کومه خبره به دوئ کوله هغه به نه منله دوئ به پرې زور واچولو هغه به يې ومنله، هغې سره طالبان نور زړه ور کېدل او داشرف غني حکومت او دوئ کمزوري کېدل"

خو

په جرمني کې مېشت افغان څېړنکار فهيم سادات بیا د ډیوه خبریال عبدالرزاق ته ویلي وؤ امريکا غوښتل چې د افغانستان څخه اوځي ځکه يې د امن پروسه کې په طالبانو زيات فشار نه شو راوړلی۔

(په دې رپورټ کې ځینې معلومات د وي او ای اشنا د رپورټ نه اخستل شوي دي)