خلیلزاد: ما نه دي ویلي چې طالبانو د دوحې په تړون کې بشري حقونو ته د درناوي ژمنه کړې

د افغانستان لپاره د امریکې مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د مایکل مککال هغه خبره رد کړې چې ګواکې د دوحې په تړون کې د دې خبرې ضمانت شوی چې طالبان به بشري حقونه پر ځای کوي او وایي دا خبره "بالکل ریښتیا نه ده".

ښاغلي خلیلزاد دا خبرې د استازو اېوان د بهرنیو چارو کمېټۍ د مشر مایکل مککال د هغه قرارداد په جواب کې کړې دي چې په یوه برخه کې یې ویل شوي، خلیلزاد دعوه کړې وه چې طالبان به د دوحې په تړون کې خپلو ژمنو او بشري حقونو ته درناوی لري.

خلیلزاد د ستمبر پر 25مه ناوخته پر خپل ایکس په دې اړه تفصیلي جواب ویلی او لیکلي یې دي چې هیڅکله یې داسې یوه دعوه نه ده کړې او وایي حیران دی چې دا ډول "بې بنیاده" دعوه له اسنادو پرته شوې ده:

"د دوحې تړون د بشري حقونو په اړه نه وو چې زما په مرسته د صدر ټرمپ په مشرۍ ورباندې خبرې اترې شوې وې، په دې کې د پوځ د خوندي وتلو په ګډون پر امریکایي ځواکونو د هیڅ برید نه کولو، د القاعده په ګډون ترهګرو او هغو کسانو یا ډلو ته د افغانستان د خاورې کارولو اجازه نه ورکولو شرطونه دي چې د امریکې او زموږ د متحدینو امنیت ته خطر پېښوي".

د کانګرس د استازو اېوان د بهرنیو چارو د کمېټۍ مشر مایکل مککال د چارشنبې- شورو په ورځ یو ځل اېوان ته په خپلو تازه څرګندونو کې بیا د صدر جو بایډن پر انتظامیه تو پورې کړی چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د ګډوډۍ سبب شوې وه.

خلیلزاد هغه ته په جواب کې ویلي، طالبانو هغه مهال منلې وه چې د یو نوي حکومت د جوړېدو او په ممکنه توګه د هغه جوړېدونکي حکومت د بشري حقونو پر تګلارو به د دوی یعنې طالبانو، د اشرف غني په مشرۍ د جمهوري حکومت او نورو افغانانو تر منځ جلا خبرې کېږي:

"په دې اړه ځینې خبرې اترې وشوې، خو زموږ د [امریکایي ځواکونو] د وتلو د بهیر تر بشپړېدو مخکې کوم تړون ته ونه رسېدل".

د مایکل مککال په هغه قرارداد کې چې د استازو اېوان ته یې وړاندې کړی د صدر بایډن او هېریس د انتظامیې 15 چارواکي پکې غندل شوي دي چې وایي له افغانستانه د مرګوني وتلو په برخه کې یې په خپله دنده کې غفلت او بې پروایي کړې ده.

مایکل مککال دغه قرارداد کې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن کانګرس ته په سپکاوي تورن کړی، ځکه چې هغه د تېرې سه شنبې- نهې په ورځ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه د دغې کمېټې پلان شوې غونډې ته نه وو ورغلی.

زلمی خلیلزاد وایي صدر بایډن هغه وخت پرېکړه وکړه چې زموږ د وتلو شرط د افغانانو تر منځ له سیاسي جوړجاړي سره ونه تړي، ځکه چې وایي که بین الافغاني خبرې ځنډېدلې وای پر امریکایي ځواکونو به د طالبانو بریدونه بیرته پیل شوي وای:

"د وتلو ټاکلي وخت ته د څلورو میاشتو له ور اضافه کولو پرته د بایډن انتظامیې د دوحې په تړون کې نور بدلونونه نه دي کړي".

خلیلزاد وایي‌ د کانګرس بېلابېلو کمېټیو ته د پوښتنو په جواب کې یې نه یواځې د طالبانو د بشري حقونو په اړه د ژمنو پر ځای کولو په اړه څه نه دي ویلي، بلکې پر طالبانو د باور لرلو په اړه یې هم څه نه دي ویلي ځکه چې وایي د دوحې تړون د باور په بنیاد نه بلکې د شرطونو په بنیاد شوی وو.

په امریکا کې د صدارتي ټاکنو په را نیزدې کېدو سره ریپبلکن ګوند یو ځل بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د ګډوډیو او په هغه کې د 13 امریکایي پوځیانو د وژل کېدو موضوع راپورته کړې او د بایډن پر ادارې او چارواکو پرله پسې نیوکې کوي.