د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ويلي، په عزم استحکام عملیاتو کې که ضرورت پېښ شو، د پولې پورې غاړې افغانستان کې هم د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پرضد عمليات کېدی شي.
د خواجه اصف بيان ته په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا سمدستي کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی خو د مارچ په میاشت کې چې پاکستان په خوست او پکتيا کې د جنګي الوتکو د لارې د ترهګرو په هدف کولو دعوه کړې، طالبانو دغه بريدونه غندلي وو.
خواجه اصف د وي او اې اردو سره په مرکه کې د عزم استحکام عملیاتو په اړه غږېدلی دی.
په 22م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د ايپکس کميټۍ په غونډه کې د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزمِ استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.
پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوندونو پاکستان تحریک انصاف، عوامي نېشنل ګوند او جمعيت علمااسلام ف ګوند د حکومت د دغه پرېکړې مخالفت کړی او ويلي يې دي بايد د عزم استحکام په اړه پارلیمان په اعتماد کې اخستل شوی وی.
خواجه اصف په مرکه کې ويلي، "د تحريک طالبان پاکستان سره خبرې نه شي کېدی، د تحريک انصاف په حکومت کې چې څلور، پينځه زره طالبان راوستل شوي وو په پاکستان کې اباد کړل شوي وو او د هغو نه تمې ساتل کېدې هغه پوره شوې دي؟ که هغه تجربه کاميابه وه نو مونږ به یې تقليد وکړو".
هغه ويلي، د عملياتو پرېکړه په تادۍ کې نه ده شوې په وروستيو کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي.
نوموړي زياته کړې، د عملياتو د کاميابۍ دپاره د ټولو سره خبره کول غواړي پارلیمان او سياسي ګوندونو سره به خبره کوي.
د پاکستان د اقتصادي مشکلاتو په اړه خواجه اصف ويلي، "اقتصادي مشکلات هم يوه وجه ده چې مونږ دا عمليات کوو تر چې ترهګري نه وي ختمه شوي زمونږ اقتصادي ثبات نه شي راتلی، چې ترهګري نه وي ختمه بهرنې پانګونې به څنګه راځي؟".
نوموړي تکرار کړې، "ټي ټي پي د پولې د پورې غاړې نه فعاليتونه کوي خو دلته (په پاکستان) کې هم ځالې لري، چې څلور، پينځه يا شپږ زره کسان عمران خان راوستي وو"، په تېرو وختونو کې په افغانستان کې دننه عملياتو په اړه پوښتنې، چې په افغانستان کې دننه عمليات کول د نړیوالو قوانينو سرغړونه نه ده؟ په ځواب کې هغه وويل، "دا د نړيوالو قوانینو سرغړونه نه ده؟ چې د افغانستان نه پاکستان کې ترهګري کيږي".
پاکستان تور لګوي چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده او د افغانستان خاوره د ترهګرۍ دپاره د پاکستان ضد کاريږي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغه تورونه تل په کلکه رد کړي او وايي پاکستان دې د خپل امنيت زمه واري په افغانستان نه ور اچوي.
خواجه اصف ويلي، "عمليات زمونږه کورنۍ معامله ده، خو په دې کې شک نشته چې چين زمونږ په امنيت تحفظات لري، او د هغې سره که وکتل شي، د اقتصاد په برخه کې چين د پاکستان سره لاس کوي".
پاکستان د عزم استحکام عملیاتو فېصله په داسې وخت کې کړې چې په وروستيو کې د چين د کميونسټ پارټۍ د نړيوالو چارو د مرکزي کمېټۍ وزير وزير ليوجيان چاو د پاکستان په سفر کې ویلي وو، د پرمختيا دپاره کورنی ثبات اړین دی او د پانګونو دپاره به امنيتي حالات ښه کول وي په ښه امنیت کې به تاجران په په پاکستان کې پانګونې کوي.
د پاکستان د ځايي رسنيو ترمخه، د چين وزير ليوجيان چاو د پاکستان په سفر کې نزدې د ټولو غټو سیاسي ګوندونو مشرانو سره ليدلي وو.
له دې وړاندې هم چين څو وارې پاکستان کې په چينايي وګړو ترسره شوو بريدونو باندې اندېښې څرګندې کړې دي.