خواجه اصف: پاکستان سره د افغان طالبانو لپاره لارې نورې په محدودېدو دي

Khwaja Asif & Mujahid

د پاکستان ددفاع وزیر خواجه اصف یو ځل بیا خپل دا تور تکرار کړی چې پاکستان کې د ترهګرۍ د وروستیو پېښه منبع افغانستان دی اؤ ګواښ ېې کړی دی چې د افغان(طالبانو) حکومت ورځ تر بلې د بدلېدونکې رویې له امله نور مونږ سره د هغوي لپاره لارې(اپشنز) محدودې کیږی.

د دوشنبې یا ګل په ورځ د پارلیمان ودانۍ کې رسنیو سره خبرو کې د دفاع وزیر وویل د اوسنۍ ترهګرۍ منبع افغانستان کې ده اؤ تر څو چې افغانستان ټي ټي‌ پي‌ ته د ځالو ورکولو اؤ دهغوي د کومک یا سهولت کارۍ نه لاس نه وي اخستی ت هغې به دا لړۍ روانه وي.

تېره اوونۍ چې د پښتونخوا په بشام سیمه کې پینځه چینایي انجنیران په یو ځانمرګي برید کې ووژلی شول نو هم د پاکستان ددفاع وزیر تور لګولی ؤ چې د ترهګرو منبع په افغانستان کې ده خو دطالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د خواجه اصف دا تورونه په سختۍ سره رد کړي وؤ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پنج شنبې په ورځ د افغانستان ملي ټلویزیون ته د خواجه اصف د د څرګندونو په غبرګون کې ویلي وؤ چې د ټي ټي پي وسله واله ډله له تېرو شلو کلو راهیسې په پاکستان کې جګړه کوي او له" دوی سره تړاو یې بې انصافي ده"

د طالبانو ویاند ویلي وؤ، د پاکستان دا ډول دعوې له "خپل مسووليت تېښته ده، او هلته ناامني د دوی کورنۍ موضوع ده، د پاکستاني طالبانو ډله دا شل کاله هلته جګړه کوي"

خبریالانو سره خبرو کې د پاکستان ددفاع وزیر ویلي چې بشام کې د چین په انجینرانو د شوي برید پلټنې روانې اؤ په دې پلټنو کې د چین څخه راغلې د پلټنو ډله هم شامل ده. هغه ویلي چې تر اوسه شوؤ پلټنو کې ځېنې پرمختګونه شوي دي خو نور تفصیل یې نه دی ویلی.

تر دې وړاندې تېره ورځ د خېبرپښتونخوا پوليس د ترهګرۍ ضد څانګې [سي ټي ډي] دعوه کړې وه، شانګله کې په چينايي انجينيرانو د ځانمرګي برید دپاره د بارودو ډک ګاډی د ‏افغانستان څخه د چمن په پوله راوستل شوی وو.

د امنیتي چارو کار پوهان د پولیسو په دې دعوه پوښتنې راولاړې کړي اؤ ویلي یې دي چې د چمن څخه شانګلې ته په لاره په دومره ډېرو چيک پوستو د بارودو ډک ګاډی څنګه رارسول شوی ؤ؟

په ‏‎26‎م مارچ شانګله کې په يوه قافله ځانمرګي برید کې پينځه چينايي انجينيران او دهغوي یو پاکستانی ډرايور وژل شوي وو، دغه قافله د اسلام اباد څخه په ‏کوهستان کې داسو کېمپ ته په لاره وه.‏

د ترهګرۍ ضد محکمې پوليسو دعوه کړې چې د ځانمرګي بريد کوونکي تعلق د افغانستان سره و، او هغه د غرونو په لاره راوستل شوی او چې چا راوستی هغه تن هم نيول شوی ‏دی.‏

خېبرپښتونخوا کې د پوليس پخوانی لوړ پوړی چارواکی د امنیتي چارو کارپوهه اخترعلي شاه د ډيوه خبریال فضل عزیز ته ویلي، د چمن څخه شانګلې ته د باردو ګاډي رسېدل اسان ‏کار نه دی، او نه څوک پياده تللي دي.‏

هغه وایي، "داسې کېدل په يو صورت کې ممکن کېدای شي چې د چمن نه تر شانګلې پورې په يوه چيک پوسته چيکنګ يا ‏تلاشي نه کيږي".‏ نوموړي زياته کړه، "د چمن نه شانګلې ته د بارودو ګاډی رسېدل ډېره غټه امنيتي ناکامي ده".

چین د بشام له برید وروسته د پاکستان نه د خپلو وګړو د تحفظ غوښتنه کړې ده اؤ د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې پاکستان به د چینایي انجنیرانو په وژنه کې ککړو کسانو ته عبرتناکې سزاګانې ورکوي.