د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ويلي، "د پاکستان خلاف زياتره ترهګري د افغانستان نه کيږي، د هلته نه خلک دلته (پاکستان) ته راځي او دلته ورته پناه ځايونه ترلاسه دي، او دلته چې کوم خلک د شهيدانو سپکاوي کوي کېدی شي دوی ترهګرو ته پناه ورکوي".
د افغانستان څخه د پاکستان خلاف د ترهګرۍ تور ته په افغانستان کې واکمنو طالبانو فوري غبرګون نه دی ویلي خو له دې وړاندې طالبانو د پاکستان دغه ډول تورونه تل رد کړي دي.
د خالي/ شنبې په ورځ د خالي په ورځ د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي ضلعې شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پوځ په یوه پوسته یو ستر خونړی برید شوی، دوه لوړپوړي پوځي افسران او پینځه عسکر پکې وژل شوي وو.
خواجه اصف د اتوار/ يکشنبې په ورځ په سيالکوټ کې خبري غونډه کې د کوم ګوند د نوم نه اخستو پرته ويلي، "کوم خلک چې د ترهګرۍ پرضد جنګيږي او شهيدان کيږي د هغو خلاف د سپکاوي او ناوړه څرګندونو کوونکو او ترهګرو ترمنځ ضرور رابطې شته ".
د دفاع وزیر نه وړاندې د اطلاعاتو وزير عطا تارړ تور لګولی وو چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ټولنيزو رسنيو څخه د پوځ پرضد پروپېګنډا کيږي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو مشر اسد قېصر په اېکس (پخواني ټویټر) پوسټ کې د خواجه اصف او عطا تارړ څرګندونو ته "ګمراهه کوونکې پروپېګنډا" ويلي دي.
هغه ويلي، "پي ټي آی تل د پاکستان د پولو حفاظت کوونکو پوځيانو د قربانو اعتراف کړی او خراج تحسين یې ورته وړاندې کړی دی".
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ويلي، "په افغانستان کې د (ترهګرو) په پناه ځايونو خبر لرو، او مونږ د افغان حکومت سره دغه مسله شريکه کړې ده".
نوموړي زياته کړې، "عمران خان د خپل دور په وروستيو مياشتو کې د زرګونو په شمېره کې د افغانستان نه ترهګر راوستي وو، په هغو کې يو تن نوم یې مسلم وو، د سوات قصاب به ورته ويل کېده، او يو بل تن وو چې لاسونه یې د لسګونو خلکو په لاسو ککړ وو هغو ته معافي ورکړل شوې وه، جنرل باجوه او جنرل فېض ويلي وو چې کوم خلک بيرته راغلي دا ټيک دي".
هغه تور لګولی، "د پي ټي آی په حکومت کې ټول ترهګر راوستل شوي او هغو ته معافي ورکړل شوې، پي ټي آی والو ترهګرو خپل دفاعي لاين ساتلي دي".
عمران خان چې د پاکستان وزیراعظم وو، د کال 2021م د اکتوبر په لومړۍ نېټه یې د ترکي (ټي آر ټي) سره په مرکه کې ويلي وو د ټي ټي پي د ځينو ډلو سره یې خبرې روانې دي، او دغو خبرو په لړ کې بيا د پاکستان نه څو پلاوي کابل ته تللي وو.
ټي ټي پي په کال 2022م ډز بندي کړې خو دغه ډز بندي یې بيا هم هغه کال د نومبرد میاشتې په 28مه ختمه کړې او بريدونه یې پېل کړي وو.
پاکستان وايي د کله نه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي په پاکستان کې ترهګري او ناامني سېوا شوې او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي.
خو په افغانستان کې واکمنه طالبان تل د پاکستان دا تورونه ردوي او وايي د خپل امنیت زمه واري دې په دوی نه ور اچوي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت نه وړاندې به افغان حکومت او امریکې په پاکستان داسې تورونه لګول چې په خپله خاوره یې هغو وسله والو ته ځای ورکړی څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي. خو پاکستان به هم تل دغه تورونه لګول.