خېبر: پوځ وایي عملیاتو کې یې څلور عسکر او ۲۵ وسله وال وسله وژل شوي

د پاکستان پوځ وایي د پښتونخوا د قبایلي ضلعې خېبر په تیراه سیمه کې د اوو ورځو راهسې په روانو عملیاتو کې څلور پوځيان وژل شوي اؤ د ۲۵ؤ وسله والو د وژلو دعوه یې هم کړې ده.

پوځ د افغانستان د پولې تر څنګ په عملیاتو کې د څلورو عسکرو اؤ ۲۵ وسله والو د وژل کېدو دا خبر وورسته له هغې جاري کړی چې وړمه ورځ په ناکراره بلوچستان کې د وسله والو ډلو په پرله پسې بریدونو کې د ۱۴ پوځيانو او امنيتي اهلکارو په ګډون د ۷۰ نه د زياتو کسانو د وژل کېدو رپورټونه مخې ته راغلل.

د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي آر د نهې - سه شنبې په ورځ په خپل بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د خېبر په تیراه سیمه کې د وسله والو ډلو لښکر اسلام اؤ جماعت الاحرار په ګډون د استخباراتي معلوماتو په اساس په پراخه کچه عملیات کړي دي.

پوځ دعوه کړې ده چې په دغو عملیاتو کې یې وسله والو ډلو اؤ د هغوي ملاتړو ته درانه زیانونه اړولي دي.

پوځ ویلي دا عملیات له ۲۰م اګست راهسې په سیمه کې پيل کړل شوي چې پکې څلور امنیتي عسکر وژل شوي دي.

د پوځ بیان کې دعوه شوې ده چې په عملیاتو کې د وسله والو د سر مشر ابوذر عرف صدام په ګډون ۲۵ وسله وال وژل شوي دي.

پوځ پخپل بیان کې دغه وسله وال د "خوارجو" په نوم یاد کړي دي خو په پاکستان کې د پوځ په ضد فعاله وسله واله ډله ټي ټي پي د ځان لپاره د "خوارج" کلمه نه کاروي او اکثره وايي د پاکستان د پوځ پر ضد جګړه یې “جهاد” دی.

پوځ ویلي په دغو عملیاتو کې د ۲۵ وسله والو د وژل کېدو تر څنګ ۱۱ نور ژوبل شوي هم دي خو د وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ وسله والو پېژندنه یې د وسله وال کمانډر ابوذر پرته بیا پخپل بیان کې مخې ته نه ده راوړې .

د اي ایس پي آر په بیان کې ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې وسله والو ته اوښتي درانه زیانونه د امنیتي ځواکونو د عزم اؤ د ترهګرۍ ختمولو د هوډ ثبوت دی.

په دې وروستیو کې د پاکستان په بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا صوبو کې د ترهګرۍ پېښې اؤ په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې ده.

وړمه ورځ په ناکراره صوبه بلوچستان کې په بېلابيلو وسله والو بريدونو کې د ۱۴ پوځيانو او امنيتي اهلکارو په ګډون د ۷۰ نه زيات کسان وژل شوي وؤ. حکومت ویلي وؤ چې حمله کوونکو ته به سخت ځواب ورکولی شي.

په هغه ورځ هم پوځ په بلوچستان کې د ۲۱ ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.

څېړونکي وایي په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې د ګل- دوشنبې ورځ خونړۍ وه او پکار ده د پاکستان واکداران هغه حقیقت ته سترګې پرانیزي چې د دغو دواړو صوبو امن خوښوونکي او جمهوري ډلې یې د احتجاجونو او د خپلو مبارزو د لارې ریاست ته ښودل غواړي.

دوی زیاتوي چې په یادو دواړ‎و صوبو کې بد امنۍ او ترهګرۍ ستونزہ د لسیزو زړ‎ہ دہ او پکار دہ چې ریاست د یادو صوبو په حقله د خپلو تګلارو ریښتینی او صادقانه جاج واخلي.

د ترھګرۍ په چارو نظر لرونکی څېړ‎ونکی او د پېښور پوهنتون د جرنلزم استاد ډاکټر سېد عرفان اشرف وایي "بلوچستان او پښتونخوا کې د ترھګرو خلاف د ریاست د لسېزو جګړ‎ې ډیرې موثرې نه دي پاتې شوي او پکار دہ چې ریاست خپلو کمیو او کوتاهیو [غلطیو] ته پام وکړ‎ي".

د ډیوه خبریال عثمان خان ته سېد عرفان اشرف ویلي دا اوس چې کومه مسلہ روانه دہ ددې خالصتاً د پاکستان د پالیسیو سرہ زیات تعلق دی او وایي د دې ذمه وارۍ په ریاست او د ریاست پہ مشینرۍ زیات اچول سم دي.

دهغه په خبره "زہ دا نه ویل غواړ‎م چې دې کې به بهرني طاقتونه نه وي، خو چې مونږ‎ پخپله هم نورو معاملو کې ککړ‎ یو کوم څیزونه چې پخپله کوو د پالیسیو د لاندې مونږ‎ دا نه شو ویلی چې نور قوتونه به هغه نه کوي د پاکستان خلاف، هم دغه وجه دہ چې همیشه مونږ‎ وایو ریاست دې هغه ذمه واري قبوله کړ‎ي چې خپل خلک دې د ځان کړ‎ي د خپلو خلکو حقونه دې هغوي ته ورکړي"

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د بلوچستان له بریدونو وروسته ویلي وؤ ” پاکستان دا وخت کمزوري نه شي ښودلی او دا ترھګرو ته د ماتې ورکولو وخت دی“.

ښاغلي شریف زیاته کړې وه چې”په بلوچستان کې هغه خلک چې پاکستانی سوچ لري هغه خلک چې د پاکستان آیین او بیرغ مني زہ دا ګڼم ‎ د هغوی سرہ د خبرو اترو دروازې به هر وخت پرانېستي وي خو څوک چې په دوی کې د دوست پہ جامه کې دښمنان دي هغوی سرہ نه څه قسمه خبرې اترې کېدای شي او نه ورسرہ نرمه رویه ساتل کېدای شي“.