دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ په باړه تحصيل کې دجمعې په ورځ دسړک په غاړه شوې يوه بمي چاؤدنه کې دايف سي دوه عسکر وژل شوي دي.
دايف سي سرچينو ډيوه ريډيو سره خبرو کې وئيلي دي چې دغه پيښه دباړې په اکاخيل سيمه کې هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دسيمې څخه دامنيتي ځواکونو يوه ډله تيريده اؤ دسړک دغاړې بمي چاؤدنه پرې وشوه.
دچاؤدنې وروستو امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې اؤ دپيښې پلټنې يې پيل کړي دي.
ددغه پيښې ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خو په تيرو وختونو کې په سيمه کې فعاله تندروه ډلې لشکراسلام په امنيتي ځواکونو بريدونه ترسره کړي دي.