کوهاټ : دجومات مخې ته بمي چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي

دپاکستان دخيبرپښتونخوا په کوهاټ سيمه کې ديو جومات مخې ته دزيارت په ورځ شوې يوه بمي چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي اؤ پينځه نور ژوبل شوي دي.
چارواکي وائي په کوهاټ هنگو روډ کچه پخه سيمه کې ديو جومات مخې ته په موټر سائيکل پسى تړل بم هاغه وخت وچاؤديدو چې خلک دغرمې دنمونځ ادا کولو وروستو جومات څخه بهر راوتل.
دکوهاټ ضلعي پوليس افسر دلاور خان بنگش خبريالانو ته وئيلي دي چې چاؤدنه دريموټ کنټرول الې په ذريعه ترسره شوې ده.
هغه وويل چاؤدنه کې دڅلورو څخه پينځوؤ کلو گرامو پورې بارود استعمال شوي وؤ.
ډي سي او په دغه چاؤدنه کې ددوؤ کسانو دوژل کيدو اؤ ٧ دژوبل کيدو پخلى وکړو.
چاؤدنه کې ژوبل شوي کسان دعلاج لپاره ډسټرکټ هيډکوارټرز هسپتال ته رسول شوي چې دغلته دځينو زخميانو حالت نازک ښودل شوى دى.
دچاؤدنې وروستو په گڼ شمير کې پوليس اؤ دامدادي ډلو غړي دپيښې ځايې ته رسيدلي اؤ ټوله سيمه يې پخپله ولقه کې اخستې.
دسرچينو ترمخه دچاؤدنې له امله نزدې دوکانونو ته هم زيان رسيدلى دى.