خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په تېراه اؤ جاني خېل سیمو کې د ممکنه پوځي عملیاتو په ضد قرارداد منظور کړی

په قرارداد کې غوښتنه کې غوښته شوې چې د ناامنۍ د ستونزې پایداره هواری باید د خبرو اترو له لارې ولټول شي اؤ د خېبر ضلعې په تیراه اؤ د بنو جاني خېل کې دې له پوځي عملیاتو ډډه وکړل شي.

د خېبر پښتونخوا په ایالتي اسمبلۍ کې د خېبر په تیراه اؤ د بنو په جاني خیل سیمه کې د احتمالي پوځي عملیاتو پر ضد قردارداد منظور کړل شوی دی.

د جمعې په ورځ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ته د واکمن ګوند د غړي عبدالغني اؤ د جمعیت علماء اسلام د غړي عدنان وزیر لخوا وړاندې کړل شوي ګډ قرارداد کې ویل شوي چې پوځي عملیات د هیڅ یوې ستونزې د هواري لاره نه ده.

د قرارداد په متن کې ویل شوي چې تر دې د مخه هم په صوبه کې یو شمیر عملیات شوي خو نتیجه یې نه ده ورکړې.

په قرارداد کې غوښتنه کې غوښته شوې چې د ناامنۍ د ستونزې پایداره هواری باید د خبرو اترو له لارې ولټول شي اؤ د خېبر ضلعې په تیراه اؤ د بنو جاني خېل کې دې له پوځي عملیاتو ډډه وکړل شي.

قرارداد کې ویل شوي چې په پوځي عملیاتو کې د مقامي خلکو د بې کوره کېدو خطره ده اؤ په دې سخته یخنۍ کې ولس له خپلو کورونو د بې کوره کېدو توان نه لري نو ځکه د عملیاتو نه باید ډډه وکړل شي.

صوبایي اسمبلۍ دا قرارداد په ګډ ډول منظور کړی دی.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

په دې وروستیو کې د پاکستان د حکومت لخوا پوځ ته د "عزم استحکام "په نوم د نوؤ د عملیاتو منظوري ورکړل شوې ده اؤ ددې عملیاتو لپاره حکومت 20 اربه روپۍ هم جاري کړي دي خو په ځايي کچه د دې عملیاتو سخت مخالفت روان دی.

‎څېړونکي وايي چې په تېرو 20 کلونو کې په سیمه کې پرله‌ پسې عملیات ترسره شوي، خو د ترهګرۍ ختمېدو پرځای په دې کې نور زیاتوالی هم راغلی دی.

خبریال ناصر داوړ وي او اې ډیوه ته ویلي ،په پوځي عملیاتو کې د ملکي خلکو کورونه او ملکیتونه زیانمن کیږي. ډېری خلک بې کوره کیږي، چې د هغوی لپاره اوږدمهاله ستونزې پیدا کوي.

د هغه د وینا له مخې د تېرو پوځي عملیاتو پر مهال د بشري حقونو د سرغړونو ګڼ شمیر رپورټونه مخې ته راغلي دي.

"لکه غیرقانوني نیونې، زور زیاتي، او د خلکو په تګ راتګ بندیزونه. دا مسله د خلکو په ذهنونو کې د پوځ په اړه منفي تاثرونه پیدا کوي"

ښاغلی داوړ وایي ، نن هم خلک شکایت کوي چې د عملیاتو وروسته د بیارغونې او پرمختګ لپاره هیڅ جدي ګامونه نه پورته کیږي اؤ خلک باور لري چې د پوځي عملیاتو له کبله سیمه کې د تاوتریخوالي شدت زیات شوی، ځکه چې دا عملیات د وسله‌والو ډلو د ریښو ختمولو پر ځای هغوی ته د پټیدو او بیا ځواکمنېدو موقع ورکوي.

د بنو د بکاخېلو قامي مشر ملک باز ګل د ډيوه خبریال عدنان بیټني سره خبرو کې ویلي"زموږ سیمه د پوځ او طالبانو ترمنځ د جګړې میدان ګرځېدلی دی، خو د دوی جګړو د عامو خلکو ژوند ډېر اغېزمن کړی دی"

د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو ، بنو ، ډيره اسماعیل خان اؤ لکي مروت کې په دې وروستیو کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې زیاتره امنیتي ځواکونه په نښه کولی شي.

د ترهګرۍ ضد محکمې سي ټي ډي په یو تازه رپورټ کې ویل شوي سږکال په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ 636 پېښې مخې ته راغلي چې په دې پېښو 142 پولیس عسکر اؤ 133عام وګړي وژل شوي دي.

رپورټ کې ویل شوي چې په صوبه کې د ترهګرو په ضد 2 زره اؤ 981 استخباراتي عملیات شوي چې پکې د 29 بې کچه مطلوبو ترهګرو په ګډون ټول 739 ترهګر نیول شوي دي.

همدا شان رپورټ کې د ترهګرۍ ضد محکمې د ځواک عملیاتو کې د 246 ترهګرو د وژل کېدو دعوه شوې اؤ ویل شوي چې د هغوي د ولکې څخه 849 کلو ګرامه چاودېدونکي توکي،لاسي بمونه ، اووه خودکش جیکټونه اؤ 162 بیلا بېلې وسلې هم برامد شوي دي.