پښتونخوا کې داوړو دکموت ذمه وار مرکز دی،د وزیراعلا محمودخان تور

د وزیراعظم شهباز شریف لخوا دخیبر پښتونخوا په حکومت د اوړو د نرخ ارزانو له ټینګار وروسته دصوبې وزیراعلا محمود خان تور لګولی دی چې خیبر پښتونخوا ته دغنمو راتلونکي ټرکونه کې دمرکز له لوري په لاره کې ایسارولی شي.

خو تر دې څلور ورځې وړاندې دخیبر پښتونخوا دخوراک محکمې پنجاب دخیبر پښتونخوا صوبې ته دغنمو په را اړولو دبندیز اوازې رد کړې وې اؤ دعوه یې کړې وه چې په تیره یوه اوونۍ کې د اوړو ۵۶۲ټرکونه دپنجاب نه خیبر پښتونخوا صوبې ته راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې په دې وروستیو کې د اوړو کموت رامنځته شوی اؤ په صوبه کې د اوړو نرخونه په بره روان دي.

دخیبر پښتونخوا د وړو دکاروباریانو داتحادیې مشر حاجي رامبیل صوبه کې د اوړو دکموت علت پنجاب نه خیبر پښتونخوا صوبې ته د غنمو په را اړولو بندیز ښایي اؤ وایي د تیرې میاشتې د۱۸مې نیټې نه دغنمو په راوړلو بندیز لګول شوی دی.

دچهارشنبې په ورځ رسنیو سره خبرو کې دخیبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان ویلي صوبې ته چې دغنمو کوم ټرکونه راځي هغه دمرکز له لوري په لاره کې ایسارولی شي چې له دې امله صوبایي حکومت دستونزو سره مخ دی.

هغه وویل دصوبې دغنمو ضرورت زیات دی اؤ پیدوار یې کم دی ځکه دخیبرپښتونخوا حکومت د وړاندې نه د دوؤ لکو ټنو غنمو اخستو لپاره مرکز ته لیک استولی ؤ.

وزیراعلا وویل" سند صوبه دغنمو په لړ کې مونږ سره مرسته کوي خو په منځ کې یې پنجاب راځي اؤ دهلته نه مونږ ته ستونزې راولاړولی شي"

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې خیبر پښتونخوا صوبه کې د اوړو دکموت اؤ په نرخونو کې یې د زیاتوالي رپورټونه مخې ته راروان دي،

دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف په اتم مئ شانګله کې یوې ولسي جلسې ته په وینا کې ویلي وؤ هغه به خپلې جامې خرڅې کړي خو خیبرپښتونخوا کې به خلکو ته په ارزانو نرخونو اوړه ورکړي.

دخیبر پښتونخوا د اوړ کاروباریان وایي چې دشهباز شریف دحکومت جوړیدو نه وروسته پنجاب نه پښتونخوا ته د اوړو په را اړولو بندیز لګول شوی چې له دې امله مارکیټ کې اوړه په ختمیدو دي اؤ نرخونه یې هم ختلي دي.

خو دخیبر پښتونخوا دخوراک محکمه بیا تیره اوونۍ ویلي وؤ چې دپنجاب نه صوبې ته د اوړو په راوړلو هیڅ بندیز نشته اؤ په تیره یوه اوونۍ کې د اوړو ۵۶۲ټرکونه دپنجاب نه خیبر پښتونخوا صوبې ته راغلي دي.

دخیبر پښتونخوا د اوړو دکاروباریانو داتحادیې مشر حاجي رامبیل په وینا ده دنوي حکومت جوړیدو راپدیخوا د۱۸م اپریل نه پنجاب صوبې څخه خیبر پښتونخوا ته د اوړو په اړولو مکمل بندیز لګول شوی دی اؤ په دلته چې په مارکیټ کې کوم اوړه پراته وؤ هغه په ختمیدو دي.

دنهې په ورځ رسنیو ته حاجي رامبیل ویلي که پنجاب نه د وړولو په راوړلو دا بندیز سمدستي لرې نه شو نو صوبه کې به د اوړو قات پیدا شي.

هغه ویلي مارکیټ کې چې وړاندې نه کوم اوړه پراته وؤ هغه په روژه اؤ بیا اختر کې خلکو خپلو کورونو ته اوړه وړي دي اؤ اوس دومره اوړه نشته چې دخلکو ضرورت پرې پوره شي.

د حکومتي شمېرو ترمخه په خېبرپښتونخوا کې نزدې ۱۲ لکه مېټرک ټنه غنم پېدا کيږي او د صوبې ضرورت ۴۸ لکه مېټرک ټنه دی او صوبه بيا زیات انحصار په پنجاب کوي.

پروسکال په پاکستان کې ۲۶ ملينه مېټرک ټنه غنم پېدا شوي او بيا حکومت دوه اعشاريه ۱۶ ملينه مېټرک ټنه غنم د بهر نه راغوښتي وو.

پروسکال دحکومت له لوري پاکستان کې د کال ۲۰۲۱ او ۲۲دپاره د غنمو ضرورت ۲۹ اعشاريه درې ملينه مېټرک ټنه ښودل شوی ؤ، او ویل شوي وؤ چې په دې کې به حکومت ته درې ملينه مېټرک ټنه غنم د بهر نه راغوښتل وي