دالیکشن کمیشن له لوري پنجاب اسمبلۍ لپاره دټاکنو له نېټې غځولو وروسته دخېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي هم الیکشن کمیشن ته لیک استولی چې خېبر پښتونخوا کې دې انتخابات داکتوبر په 8مه نیټه وکړی شي.
دګورنر په لیک کې ویل شوي چې خېبر پښتونخوا کې دترهګرۍ پېښې سیوا شوې دي اؤ په نزدې ورځو کې په پوځ اؤ پولیسو ګڼ شمیر بریدونه شوي دي ځکه نو الیکشن کمیشن باید دپنجاب په څېر خېبر پښتونخوا کې هم انتخابات تر 8م اکتوبر وځنډوي.
خو پاکستان تحریک انصاف ګوند دګورنر لخوا دانتخاباتو د نیټې غځولو وړاندیز دایین څخه سرغړونه بللې ده اؤ ویلي یې دي چې هیواد دامهال دسویلین مارشل لاء په څېر وضعیت سره مخ دی.
په عین حال کې دپاکستان صدر ښاغلي عارف علوي وزیراعظم شهباز شریف ته لیک استولی چې دمرکزي اؤ صوبایي حکومتونو اړونده چارواکو ته باید خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې دټاکلي اییني وخت مطابق عامو ټاکنو لپاره الیکشن کمیشن سره دمرستې وینا وکړي.
روانه اوونۍ دپاکستان دټولټاکنو کمیشن پنجاب اسمبلۍ لپاره داپریل په30مه نیټه داعلان کړل شوؤ ټاکنو دځنډولو اعلان کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې اوس به دا ټاکنې داکتوبر په 8مه کیږي.
پاکستاني رسنۍ وایي دالیکشن کمیشن له لوري پنجاب کې دټاکنو دنیټې غځولو له اقدام وروسته دخېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي هم تېره ورځ الیکشن کمیشن ته په استول شوي یو لیک کې وړاندیز کړی چې باید خېبر پښتونخوا کې هم انتخابات داکتوبر په8مه نیټه وکړل شي.
ګورنر پخپل لیک کې دخېبر پښتونخوا دننه د ترهګرۍ د وروستیو رامنځته شوؤ پېښو حواله ورکړې ده اؤ ویلي یې دي چې دا مهال د روزانه په حساب سره دصوبې بیلابیلو سیمو کې ترهګریز بریدونه کیږي نو ځکه موجوده صورتحال ټولټاکنو لپاره مناسب نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې دګورنر له لیک نه یوه ورځ وړاندې دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو اسد عمر اؤ فواد چوهدري اعلان کړی ؤ چې دالیکشن کمشن له لوري پنجاب کې دانتخاباتو دنیټې غځولو پرضد به سپریم کورټ ته ځي.
دپاکستان تحریک انصاف ګوند سینیټر ښاغلي ولید اقبال ویلي دپښتونخوا د ګورنر له لوري انتخاباتو لپاره د8م اکتوبر نیټه تجویز کول دایین څخه ښکاره سرغړونه ده.
دیو پاکستاني ټي وي سره خبرو کې ښاغلي ولید اقبال وویل هرکله چې اسمبلي ماته شي نو دایین له مخې د90 ورځو دننه نوې ټاکنې کول ضروري شي.
هغه ویلي دا وخت ملک دسویلین مارشل لاء په څېر صورتحال سره مخ دی اؤ حکمرانان پکې پخپل مخ سر فیصلې کوي.
دپاکستان د وزیراعظم سلاکار اؤ حکومت کې دشامل پاکستان پیپلز ګوند وتلي مشر قمرزمان کایره ویلي چې ایین په 90 ورځو کې دانتخاباتو کولو خبره کوي خو دا مهال دپاکستان دننه زمکني وضعیت ته کتل هم ضروري دي.
رسنیو ته ښاغلي کایره ویلي دا مهال دهیواد دننه د سرشمیرنې عمل روان دی اؤ که په داسې حال کې ټاکنې وشي نو دا یوه لانجمنه بڼه هم خپلولی شي.
دپاکستان تحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان په وینا دپنجاب اسمبلي سږکال په 14مه اؤ دخېبر پښتونخوا اسمبلي په18مه جنورۍ ماته کړل شوې وه چې له دې وروسته دغو دواړو صوبو کې دنوؤ انتخاباتو دنیټې په نه اعلانېدو سپریم کورټ له خپله انده نوټس اخستی ؤ.
سپریم کورټ پخپله پرېکړه کې ویلي وؤ چې داسمبلیو ماتېدو نه وروسته دایین له مخې په 90 ورځو کې دننه نوې ټاکنې کول ضروري دي اؤ الیکشن کمیشن ته یې د هیواد صدر سره په مشوره انتخاباتو لپاره دنیټې اعلانولو امر کړی ؤ.
دالیکشن کمیشن لخوا دهیواد صدر ته داستول شوي لیک په رڼا کې صدر عارف علوي په دریم مارچ پنجاب اسمبلۍ لپاره د30م اپریل نیټه تجویز کړې وه چې له هغې وروسته الیکشن کمیشن په 30م اپریل دکیدونکو ټاکنو لپاره مهال ویش هم جاري کړی ؤ خو روانه اوونۍ الیکشن کمیشن انتخاباتو لپاره د 30م اپریل ورکړل شوې نیټه 8م اکتوبر ته غځولې ده