خېبر پښتونخوا صوبې پرېکړه کړې ده چې وفاق ته د خپلو ورپورې پیسو ترلاسه کولو لپاره به عدالتونو ته ځي اؤ د صوبې وزیراعلی ښاغلي علي امین ګنډاپور اړونده چارواکو ته په دې اړه هدایات هم جاري کړي دي.
د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې د لوړې پایې په یوه غونډه کې وزیراعلی علي امین ګنډا پور چارواکو ته ویلي چې که وفاق پښتونخوا صوبې ته د خپلې برخې ورپاتې پیسې ورنه کړي نو په ضد یې باید عدالتونو ته رجوع وشي.
څېړونکي د صوبایي حکومت له لوري مرکز نه د صوبې د ورپاتې پیسو د اخستو په لړ کې د کېدونکو هڅو ستاینه کوي خو وایي که د پي ټي آي حکومت په رښتیا هم وفاق نه د صوبې ورپاتې پیسو اخستو کې سنجیده وي نو پوښتنه داده چې کله په مرکز کې د تحریک انصاف حکومت ؤ هغه مهال ولې دغه ګوند د مرکز نه د صوبې بقایاجات نه اخستل؟
د رسنیو د رپورټونو له مخې تېره ورځ د وزیراعلی علي امین ګنډا پور په مشرۍ راجوړه شوې یوه مهمه غونډه کې هغه ته د وفاق په ذمه د صوبې د ورپاتې پیسو اؤ مالي چارو په اړه احوال تېر کړل شوی دی.
په دغه غونډ کې چارواکو وزیراعلا ته ویلي چې د بجلۍ د خالصې ګټې په مد کې وفاق ته د صوبې 1510 اربه روپۍ ورپورې دي اؤ نیشنل ګرډ ته د ورکړل کېدونکې بجلۍ په مد کې بیا نورې 6 اربه روپۍ هم د صوبې بقایاجات مرکز ته ورپورې دي.
بریفنګ کې ویل شوي چې قبایلي ضلعې په انتظامي توګه خېبر پښتونخوا صوبه کې ورګډې کړل شوي دي خو تر اوسه یې په مالي توګه انضمام نه دی شوی اؤ حال دا چې د قبایلي ضلعو صوبه کې د ورګډیدو سره د صوبې ابادي بې کچه سیوا شوې ده.
په غونډه کې ویل شوي چې د ابادۍ په لحاظ سره په این ایف سي کې د صوبې برخه 19.64 فیصدي جوړیږي خو دا مهال د وفاق لخوا په دې برخه کې صوبې ته یوازې 14.16 فیصدي برخه ورکول کیږي.
بریفنګ کې ویل شوي د ابادۍ په حساب سره په این ایف سي کې باید خېبر پښتونخوا صوبې ته د کال 262 اربه روپۍ ورکړل شي.
د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې وزیراعلا اړوند چارواکو ته لارښوونه کړې ده چې دا مرکز سره ددې چارو فیصله کولو لپاره باید په یوه میاشت کې دننه یوه موثره تګلاره جوړه کړي اؤ که چرې مرکز د صوبې خبرې ته غوږ نه نیسي نو بیا دې د عدالتونو دروازه وټکول شي.
وزیراعلا ګنډاپور ویلي چې صوبه به د خپلو پیسو اؤ اییني حقونو لپاره په ټولو فورمونو خپل غږ په موثر انداز کې پورته کوي اؤ زیاته کړې یې ده چې دې لړ کې به د ماهرینو خدمات هم ترلاسه کولی شي.
د پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کوونکی وتلی فعال ډاکټر سید عالم مسید وایي، "د صوبې د حقونو لپاره که علي امین ګنډاپور غږ پورته کوي اؤ که مولانا فضل الرحمان اؤ یا ایمل ولي خان د هر چا باید ډاډګیرنه اؤ ملاتړ وشي".
وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي کله چې قبایلي ضلعې په پښتونخوا کې ورګډولی شوې نو په هغه مهال د وفاق دا فېصله وه چې د بجټ درې فیصدي برخه به ضم شوؤ قبایلي سیمو ته ورکول کیږي خو تر اوسه یوه انه هم ور نه کړل شوه.
ډاکټر سید عالم مسید وایي، د بجلۍ د خالصې ګټې په مد کې هم وفاق ته د خېبر پښتونخوا په سوونو اربه روپۍ پاتې دي:
"که علي امین ګنډا پور یې غوښتي وي، که فضل الرحمان یې غواړي ، که ایمل ولي یې غواړي دا ډيره سمه خبره ده غوښتل یې پکار دي اؤ ورکول یې پکار دي".
خو ډاکټر مسید بیا وایي "دلته مسله داده چې کله دلته د تحریک انصاف حکومت ؤ اؤ په وفاق کې یې هم حکومت ؤ په هغه وخت کې یې دا پیسې نه غوښتې نو دا به اوس د دوي سنجیدګي ثابتوي چې ایا دوي واقعي سنجیده دي"
هغه وایي که د تحریک انصاف حکومت اوس سنجیده وي نو باید ښه جوخته مرسته یې په دې لړ کې وشي اؤ د وفاق نه د صوبې ټول حقونه وغوښتل شي.
نوموړی وایي د بجلۍ تر څنګ چې د اوبو کومې پیسې مرکز ته ورپاتې دي هغه ترې هم اخستل پکار دي.
د سید عالم مسید په خبره "بیا زمونږ تماکو دي، د تماکو د فصل نه دې اندازه وکړي ، تماکو د پاکستان په ایین کې فصل نه دی،که نن مونږ دا د فصل په توګه وغواړو نو ددې ځانله لږ تر لږه 120 اربه روپۍ د کال امدن صوبې ته پاتې کیږي"
هغه وایي دا معلومات اوس هم د پاکستان ټوبېکو کمپني د چیرمین په ویب پاڼه پراته دي چې تماکو پاکستان ته څومره پیسې ورکړې دي دومره ورته آي ایم ایف هم نه دي ورکړي نو ددې تماکو ګټه به هم خېبر پښتونخوا ته ورکول وي.
د ښاغلي مسید د وینا له مخې د پاکستان 95 فیصدي فلو کیووډ ورجینیا تماکو یوازې په مردان ، چارسده ، صوابۍ اؤ ملاکنډ کې پیدا کیږي نو ځکه ددې په ګټه هم د صوبې حق دی اؤ نور باید چې اوس ددې وسایلو تپوس له وفاق څخه وکړل شي .