د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د رپورټ له مخې، سږ کال د پولیو ضد ټیمونو باندې په ترسره شوؤ 15 بریدونو کې 13 پولیس عسکر وژل شوي دي
په پوليو ضد ټيمونو د ترسره شوؤ بريدونو په اړه د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد څانګې لخوا د تازه خپور کړل رپورټ شمېرې ښیي چې په دې بریدونو کې 36 پولیس عسکر ژوبل شوي هم دي.
د سي ټي ډي د رپورټ ترمخه سږکال په بنو کې د پوليو په ټيمونو څلور، په باجوړ او ټانک کې درې ،درې، په خېبر، لکۍ مروت، مردان، شمالي او جنوبي وزيرستان کې يو، يو بريد شوی دی.
رپورټ کې ویل شوي چې په باجوړ کې په ترسره شوؤ بريدونو کې ٩ پوليس وژل شوي او ٣٠ ژوبل شوي اؤ همدا شان په بنو کې د پوليو ډيوټۍ ترسره کولو په مهال د ترهګرو بریدونو کې دوه پوليس وژل شوي او ٣ ژوبل شوي.
رپورټ وایي په جنوبي وزيرستان او ټانک کې هم یو ، یو پولیس عسکر د تندلارو په بریدونو کې وژل شوي دي.
د رپورټ ترمخه بنو، خېبر او لکی مروت کې په پولیو ټیمونو باندې حملو کښې یو ،یو پولیس عسکر ژوبل شوی دی.
د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد څانګې په رپورټ کې ویل شوي چې د پولیو په ټیمونو ترسره شوؤ دې بریدونو کې د دوؤ وسله والو ډلو د لاس لرنې درک لګېدلی دی.
د روانې جون میاشتې په پینځمه نېټه هم د پېښور په کلیواله سیمه متنو کې د نامعلومه وسله والو په ډزو کې د پولیو په ډیوټۍ ګمارل شوی یو پولیس عسکر وژل شوی ؤ.
سږکال په پاکستان کې د پولیو پینځه پېښې مخې ته راغلي چې څلور پکې د بلوچستان ایالت څخه رپورټ شوي دي.
په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د جون له دریمې نیټې راهسې د پوليو ضد څاڅکو کمپاین پیل شوی اؤ ددې کمپاین په لومړۍ ورځ هم د پښتونخوا په لکي مروت ضلعه کې د پولیو په حفاظت ولاړه د پولیسو ډله باندې وسله والو برید کړی ؤ چې پکې یو پولیس عسکر ژوبل شوی ؤ.
پولیسو دعوه کړې وه چې دغه ترهګریز برید ته یې چټک غبرګون ښودلی اؤ په ځوابي برید کې یې یو ترهګر هم وژلی دی.
په پاکستان کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت د پولیو د مخنیوي په مامورینو اؤ د هغوي په ساتونکو پولیسو بریدونه شوي چې پکې ګڼ شمیر پولیس اؤ د پولیو د مخنیوي مامورین وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي