علي امین ګنډا پور: د خېبر د جرګې غوښتنې به سل په سلو کې عملي کولی شي

د خېبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور ویلي، په خېبر کې د پښتنو دقامي جرګې په مهال چې کومې غوښتنې مخې ته راغلي حکومت به د ایین په چوکاټ کې دننه په هغې سل په سلو کې عمل کوي.

د ګل یا دوشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې وزیراعلا علي امین ګنډا پور ویلي وفاق چې د جرګې په اړه کوم اختیارات استعمال کړي هغه غیر ضروري وؤ چې له امله یې حالات خراب شول اؤ مرګ ژوبله پکې رامنځته شوه.

د پښتون تحفظ موومنټ لخوا خېبر کې رابلل شوې د پښتنو درې ورځنۍ قامي جرګې په 13 اکتوبر پخپلو پرېکړو اؤ غوښتنو کې پوځ اؤ وسله والو ډلو ته ویلي وؤ چې باید په دوؤ میاشتو کې دننه له صوبې اوځي.

ښاغلي ګنډا پور وویل ،دا د خوښۍ ځای دی چې د پښتونخوا اسمبلۍ جرګه جوړه کړه ،جرګې د وفاقي حکومت سره خبرې وکړې اؤ د خېبر د جرګې ذمه واري یې واخسته اؤ داسې دا معامله په ښه توګه هواره شوه.

د پاکستان مرکزي حکومت پښتون تحفظ موومنټ ناقانونه ډله ګرځولې اؤ بندیز یې پرې لګولی دی.

د خېبر جرګې په انتظامیي کیمپ له جرګې جوړیدو وړاندې پولیسو چاپه وهلې وه اؤ د صوبې د وزیراعلا په وینا په دغه مهال کارروایي کې د جرګې څلور فعالان وژل شوي اؤ 10 نور ژوبل شوي وؤ.

وزیراعلا خېبر پښتونخوا کې د امنیتي صورتحال په اړه وویل "دا حالات له نن نه 45 کاله وړاندې شورو شوي وؤ کله چې دوه سپر طاقتونه زمونږ پولې ته راغلل اؤ دا وضعیت رامنځته شو"

د هغه وینا وه "مونږ هغه مهال افغانستان کې جنګیدونکو "مجاهدینو "ته اعزاز ورکړو، له بده مرغه بیا امریکا راغله اؤ بیا دغه "مجاهدین "بدل شول اؤ د ترهګرو نامه ورکړل شوه"

هغه وویل د هر حکومت خپلې پالیسۍ یا تګلارې وي، په دې حالاتو کې چې صوبې ته پوځ راغلی ؤ نو د یوې پالیسۍ د لاندې د حکومت په خوښه راغلی ؤ.

هغه وویل هغه وخت حکومت د وسله والو په ضد د پوځ له لارې عملیات ځکه کړي وؤ تر څو امن ټینګ شي خو دا عملیات له دې امله کامیاب نه شول چې د ولس راي پکې نه وه اخستل شوې ځکه نو اوس باید مونږ خپلې خبرې په هغوي( قبایلي ولس) مسلط نه کړو.

وزیراعلا وویل ،قبایلي ولس د پاکستان لپاره ډيرې قربانۍ ورکړې دي خو له بده مرغه د هغوي سره چې کومې ژمنې شوې وې هغه سرته ونه رسول شوې.

علي امین ګنډا پور زیاته کړه د خېبر په جرګه کې چې کومې غوښتنې شوي د هغې لپاره به یوه کمیټي جوړولی شي اؤ دغه کمیټي به د وفاق اؤ صوبایي حکومت ته خپل وړاندیزونه کوي اؤ خرابۍ به ورته په ګوته کوي چې بیا به د هغو خرابیو د لرې کولو هڅه کیږي.

د هغه وینا وه چې مونږ ته به د خپلو ځوانانو ګېلې ختمول وي ، که د چا لهجه ترخه ده نو هغه په غطو لارو ځي، مونږ یې باید بېرته سمې لارې ته راوګرځوؤ.

مونږ ته به په دې معامله سیاست نه وي کول بلکې ددې هواری به راویستل وي، مونږ اوس حال جوړوؤ اؤ مونږ ته به مستقبل هم ځان سره څنګ په څنګ بوتلل وي.

د پي ټي اېم لخوا په خیبر کې ترسره شوې جرګې وسله والو ډلو، پوځ، طالب او داعش ته خبرداری ورکړی چې د پښتنو د سیمې نه دې په 60 ورځو کې وځي او غوښتنه یې کړې په ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره د 2010م نه وړاندې (پرته د پاسپورټ او ویزې د اوښتو)حالت دې بېرته پر ځای شي.

همدا شان جرګې ویلي چې د قبایلي سیمو لپاره به بجلي وړیا وي اؤ د صوبې په نورو برخو کې به یو یونټ بجلي د پینځوؤ روپو نه بره نه پلورل کیږي.

د پاکستان مرکزي حکومت لا د خېبر په جرګه کې مخې ته راغلو وړاندیزونو یا غوښتنو ته څه غبرګون نه دی ښودلی

څېړونکي وایي که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا په رابلل شوې جرګه کې مخې ته راغلي 22 وړاندیزونه ټول په ټوله د پاکستان ریاست لپاره د منلو نه دي خو بیا هم امکان شته چې د جرګې ځېنې وړاندیزونو اؤ غوښتنو ته به حکومت غاړه کښیږدي.

پېښور کې میشت وتلی صحافي محمد فهیم وي او اې ډیوه ته وایي "کله چې هم مونږ د مذاکراتو خبره کوؤ، د مطالبو خبره کوؤ نو کله هم یو فریق چې خپلې مطالبې مخې ته ږدي نو هغه ته دا اندازه وي چې د هغه ټولې مطالبې به نه منل کیږي ځکه نو اکثره د پښتنو په جرګو کې خلک د خپل ضرورت نه زیاتې غوښتنې ونیسي خو کله چې بیا دواړه خواوې کښیني اؤ په دغو مطالبو خبرې کوي نو هغې کې بیا ځېنې مطالبې داسې وي چې دواړه خواوې پرې ځان غلی کولی شي"

هغه وایي د 22 غوښتنو مطلب دا بیخي نه دی چې ګنې پي ټي ایم به پخپلو دې22 واړو غوښتنو باندې په کلکه ولاړ وي بلکې ارو مرو به د مذاکراتو په وخت څه لچک یا نرمښت ښیي.

د محمد فهیم په خبره دې کې په دوؤ میاشتو کې دننه د پوځ اؤ طالب وتل،یا قبایلو ته د ویړیا بجلۍ ورکول اؤ نوره صوبه کې په پینځه روپۍ یونټ ورکول، په پوله بې ویزې اوښتل اؤ افغانستان سره ازاد تجارت هغه مطالبې دي چې پي ټي ایم یې هم په ارزښت پوهه دی اؤ ریاست ته به یې منل ډير اسان نه وي.

خو هغه وایي دا بیا د خوښۍ ځای دی چې دې مطالبو ته د خیبر پښتونخوا د حکومت سرپرسي هم ترلاسه ده اؤ تر دې وړاندې که پي ټي ایم ته د کالعدم تنظیم په نظر کتل کیدل خو اوس په یې غږ په موثره توګه تر ډير لرې پورې اوریدل کیږي.