کورمه کې امنیتي ځواکونو د وسله والو ډلو په ضد عملیات پيل کړي

امنیتي سرچېنې وایي د خېبر پښتونخوا په ناکراره قبایلي ضلعه کوزه کورمه کې د امنیتي ځواکونو لخوا عملیات پیل شوي.

د سیمې نه ترلاسه شوي اطلاعات وایي چې امنیتي ځواکونه د کوزې کورمې بګن سیمې ته ننوتي دي او د لټونې عملیات کوي.

د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر سیف وایي پېښور کې ترسره شوې د اوچتې پاي غونډه کې پرېکړه شوې چې په کورمه کې به د شرخوښو عناصرو پر ضد بې توپیره اؤ سخت عملیات کولی شي.

بیرسټر سیف ویلي دي چې ریاست به د امن خوښو خلکو تر شا ولاړ وي، او ظلم کوونکي به د قانون منګولو ته سپاري.

د اتوار په ورځ د سیمې څخه سرچېنو وي او اې ډيوه ته ویلي دي کوزه کورمه کې امنیتي ځواکونو د وسله والو ډلو اؤ ترهګرو په ضد د بېګاه راهسې عملیات پېل کړي دي.

سرچېنې وایي سیمه کرفیو نافذ شوې او د ایف سي قلعې څخه شیلینګ هم شوی دی.

د پولیسو د سرچینو په وینا، امنیتي ځواکونو په غرییزه سیمو کې د ترهګرو مورچې تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي اؤ تمه ده چې تر نن شپې پورې په نورو سیمو کې هم د لټون عملیات ترسره شي.

سرچېنې وایي دا عملیات د ترهګرو او وسله والو پر وړاندې ترسره کېږي.

بلخوا، د کورمې په سیمه کې د ټل-پاراچنار لویه لاره نن په ۱۱۰مه ورځ هم د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې پرته ده، چې له امله یې خلک د اړتیا وړ توکو د نشتوالي له کبله د ستونزو سره مخ شوي دي.

سرچینې وایي چې په کوزه کورمه کې به په څلورو کلیو کې عملیات ترسره شي او امنیتي ځواکونو په څو مورچو کنټرول ترلاسه کړی دی.

د پولیسو په وینا، د امنیتي ځواکونو لویه برخه په کوزه کورمه کې شتون لري.

سرچینې زیاتوي چې د کوزې کورمې اوسېدونکي د عملیاتو پر ضد احتجاج کوي او وایي چې یو اړخیز پوځي عملیات ورته د منلو وړ نه دي.

په سیمه کې طوري بنګش قبایلو حکومت ته تر نن شپې شپږو بجو پورې انتظامیې ته مهلت ورکړی دی چې تړلې لارې باید خلاصې کړي .

دوي وایي چې د امن له تړون وروسته تر اوسه د لسو څخه زیاتې سرغړونې شوې دي، خو حکومت هېڅ اقدام نه دی کړی.

یادو قبیلو ګواښ کړی که تړلې لارې خلاصې نه شي او امنیت یقیني نه شي، نو دوی به له امن تړون څخه ځان جلا او د تړون د نه عملي کېدو په صورت کې به خپل تګلاره خپله وټاکي.

د ضلعي انتظامیې په وینا، د مورچو د نړولو بهیر ځنډېدلی دی، او تر اوسه د دواړو خواؤ اته مورچې ړنګې کړل شوې دي.

د اتوار په ورځ په پېښور کې د کورمې د حالاتو په اړه د اوچتې پاي غونډه هم شوې پکې د صوبې چیف سیکرټري، د پولیسو مشر، د صوبایي حکومت ویاند اؤ د قانون پځای کوونکو ادارو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی دی.

د صوبایي حکومت د ویاند تر مخه په دې غونډه کې د شرخوښو عناصرو پر ضد د بې توپیره سختو عملیاتو پریکړه شوې ده.

د خیبر پښتونخوا حکومت ویاند بیرسټر سیف پخپل بیان کې ویلي دي چې ریاست به د امن خوښو خلکو تر شا ولاړ وي، او ظلم کوونکي به د قانون منګولو ته سپاري.

هغه ویلي چې د اغېزمنو سیمو په اړه د حکومت دریځ روښانه دی؛،په دې سیمو کې د موجودو څو شرخوښو پر ضد عملیات اوس ضروري شوي دي.

نوموړي ویلي په کورمه کې د امن تړون اؤ د قانون د پښتني دودونو مطابق د عملي کولو پرېکړه شوې ده.

ویاند ویلي چې په کورمه کې اخستل کېدونکو ګامونو کې به امنیتي ځواکونه د پولیسو او ملکي ادارو مرسته کوي، ترڅو د سیمې د خلکو امنیت خوندي کړي.

نوموړی وایي حکومت ته دا اندېښنه شته چې د امن خوښو خلکو په منځ کې ځینې شرخوښ عناصر ورننوتلي دي، خو د دې ستونزې د حل لپاره به امن خوښي خلک له شرخوښو څخه جلا کېږي او ځانګړي عملیات به ترسره کېږي.

نوموړی وایي د اغېزمنو خلکو د ښه والي لپاره د استوګنې غوره متبادل انتظامات هم شوي دي.

حکومت په دواړو اړخونو غږ کړی چې په خپلو منځونو کې د شرخوښو په ګوته کولو کې د قانون نافذوونکو ادارو سره مرسته وکړي.

ویاند ویلي ،په تېرو درې میاشتو کې د خیبر پښتونخوا حکومت هڅه کړې چې د لویو جرګو له لارې د پښتني دودونو مطابق د سولې چاپېریال رامنځته کړي. په دې لړ کې د سولې تړون وشو، خو ځینو شرخوښو عناصرو د دې تړون د ناکامولو هڅه وکړه.

ویاند وایي دغه شرخوښي عناصر نه یوازې په تړون قایم پاتې نه پاتې شول، بلکې په ډپټي کمېشنر یې وژونکی برید هم وکړو چې هغه په دغه برید کې سخت ټپي شو.

بېرسټرسیف وایي چې ورانکارو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو غړو او د امدادي سامانونو پر کاروانونو هم بریدونه کړي دي.

حکومت له خلکو غوښتنه کړې چې په اغېزمنو سیمو کې د امنیتي ځواکونو سره بشپړه همکاري وکړي.

د دې ترڅنګ حکومتي بیان کې ژمنه شوې چې ډېر ژر به له اغېزمنو سیمو څخه شرخوښي عناصر په بشپړه توګه ختم کړل شي او د سیمې امنیت به بحال شي.