د کورمې اوسیدونکي وایي، دوي نه پوهیږي چې کورمه کې جنګي اړخونو ته عصري وسلې څوک ورکوي؟

د څېړنې ادارې مفکوره په کرمه کې د صورتحال په اړه د غونډې انتظام کړی و. دا تصویر د مفکوره نه اخیستل شوی دی

د خېبر پښتونخوا په کورمه سیمه کې د امن د ټینګښت په اړه پېښور کې ترسره شوې یوې مشورتي غونډې ته د کورمې اوسیدونکو ویلي چې دغلته په روانو تازه نښتو کې 16 کسان نور وژل شوي اؤ خلک د سختې ویرې ترهې سره مخ دي.

په کورمه کې د تېرو پینځوؤ ورځو راهسې پرله پسې جګړې روانې دي اؤ د کورمې ضلعې انتظاميې وي او اې ډيوه ته ويلي، دواړو خواو ته په نښتو کې تراوسه پورې لږ تر لږه 13 کسان وژل شوي او نزدې 30 ژوبل شوي دي.

د څېړنیړې علمي پرمختیایي ادارې "مفکوره" په تابیا پېښور کې راجوړې شوې مشورتي غونډه کې د کورمې د شیعه اؤ سني مسک سره تعلق لرونکو زده کوونکو، مدني فعالانو اؤ د صوبې د نورو برخو پوهانو اؤ دانشورانو برخه درلوده.

ځایي اوسیدونکو اؤ طالبعلمانو غونډې ته وویل چې په کورمه کې شیعه ګان اؤ سنیان پخپلو کې هیڅ جګړه نه غواړي اؤ ددې طرفدار دي چې د ځمکو پسر راپيدا شوې شخړه باید د مذاکراتو له لارې هواره کړل شي.

هغوي ویلي کله چې سیمه کې امن ټینګ شي نو څو ورځې وروسته بیا یو شکمن برید وشي اؤ د امن صورتحال تالا ترغۍ کړي.

دغو طالبعلمانو ویلي دوي نه پوهیږي چې په سیمه کې په جګړو بوختو دواړو خواؤ ته دومره مهمې عصري وسلې له کومې راځي اؤ څوک یې ورکوی؟

د مفکورې پرمختیایي ادارې مشر حیات روغاني غونډه ته پخپله وینا کې وویل دا مهال ټول پښتون وطن د يو مستقل جنګ پۀ حالت کې دی چې دلته د نړيوالو جنګونو نه زيات غځېدلی، اوږد او خونړی جنګ دوام لري.

د هغه وینا وه "پۀ دې جنګ کې تر هر چا زيات زمونږ مېندې خوېندې او ماشومان د ذهني ټراما سره مخ دي. پرون يوه ډنډوره وشوه چې پۀ 'سده' تر سلو زيات توغندي ورېدلي دي – کۀ دغه توغندو د چينار يوه پاڼه هم ژوبل کړې نۀ وي، خو دغه ډزو سره به زمونږ مېندې خوېندې د اندېښنو او وېرو د اوښکو نه د ډکو سترګو او پۀ ځوړندو زړونو سره خپلو درشلو ته کتل چې د کور نه وتلي بچي ئې روغ رمټ را ستانۀ شي".

پخپله وینا کې ښاغلي روغاني وویل داسې ښکاري چې رياست د اولس ژوند، املاک او عزت نفس ته د تحفظ ورکولو خپلې اولين ذمه وارۍ نه لاس پۀ سر شوی دی.

د هغه وینا وه،دا وړومبی ځل نۀ دی چې کُرمه ژوبلېږي، خو رياست څلور پينځۀ ورځې سترګې پۀ بډه کړې وي او بيا کمشنر او يوه 'رياستي' جرګه هلته واستوي او د بل خونړي پړاو پورې بيا شنډ امن وي.

د خېبر پښتونخوا د کورنیو چارو پخواني سکتر ښاغلي ډاکټر سيد اختر علي شاه غونډې ته خپله وینا کې وویل، د رياست اولنۍ ذمه واري د خپل ولس او د هغوي د املاک تحفظ يقيني کول دي.

هغه وویل د ولس لۀ خوا د امن مطالبه کول د آئيني حق سره سمه ده. رياست ته چې ولس ځانونه سپارلي نو رياست هم څۀ ذمه وارۍ پۀ خپله غاړه اخستې دي، او هغه ذمه واريو د پاره ولسونه د ټېکسونو پۀ شکل کې مالي ضرورتونه رياست ته پوره کوي.

سید اختر علي شاه وویل بايد مونږ وګورو چې د ولس ذهنونه څوک کنټرولوي؟

"ستاسو د کُرمې نه اېم اېن ای څوک دی او د دغه اېم اېن ای مسلک څۀ دی او آيا د خپل مسلک نه د جدا مسلک خلکو ووټونه نۀ دي ورکړي؟ داسې ډېرې نکتې دي چې پۀ سائنسي او نفسياتي طور څېړل غواړي"

هغه وویل زمونږ ولسي او علاقائي حقوق د ملک د بنيادي حقوق سره تړلي دي، خو غېر جمهوري قوتونو ولس پۀ نسلي او فرقه وارانه مسائلو کې ښکېل کړی دی. ولس د رياست پۀ نيت بدګمانه شوی دی، کۀ رياست دغه تور لۀ خپلې لمن لرې کول غواړي نو امن به قایموي.

خبریال فاروق فراق غونډې ته په وینا کې وویل د ریاست نه د امن غوښتنې اوس ځکه زیات ځای نه نیسي چې په ریاست د ولس باور کمزوری شوی .

د هغه وینا وه چې د پاکستان په تعلیمي ادارو کې څومره هم د کورمې طالبعلمان دي که تعلق یې د هر مسلک یا سیاسي ګوند سره وي ، باید د هغوي تر منځ د مذاکراتو یوه لړۍ پیل شي اؤ دغه طالبعلمان دې په ځایي توګه د امن یو تحریک پیل کړي چې دا غږ به ورسره بیا ټوله صوبه بدرګه کړي اؤ دا شان ریاست مجبوریدای شي چې په کورمه کې د امن غږ ته غوږ ونیسي.

ښاغلي فرهاد اپريدي اېډوکېټ وویل، بايد د کُورمې استازي ذمه واري واخلي. مونږ څو ځل د دې ازمېښت نه را تېر شوي يو چې پۀ يوه واقعه ودرېږو او بيا هغه مدعيان څادر وڅنډي او لاړ شي. مونږ بيا هېڅ اخلاقي جواز نۀ لرو چې دغه خبره يو مستقل حل اړخ ته يوسو. نو ذمه واري به د کُرمې ځایي خلک اخلي.

د هغه وینا وه د امن د پاره سنجيده کار کوونکي دې يو ځای شي، دې له دې يو تنظيمي صورت ورکړي، د بېلابېلو يونيورسټيو نه دې د هر مسلک پېغلې او ځوانان، مشران، سياسي، سماجي، مذهبي، کاروباري خلک د ځان سره ملګري کړي او بيا دې وړاندې ګام واخلي.

"مونږ پۀ خېبر کې 'باړه سياسي اتحاد' لرو چې د بېلابېلو سياسي ګوندونو خلک پۀ کې دي او ډېر مؤثر غږ لري؛ دا تجربه به پۀ کُرمه کې هم بريالۍ وي. بيا چې تاسو د کُرمې خلک کومه پرېکړه هم وکړئ، مونږ به د دې وطن د امن د پاره تاسو سره ولاړ يو"

په اخره کې غونډه کې برخه لرونکو د کورمې اوسیدونکو ته سپارښتنه وشوه چې هغوي پۀ خپلو کې ناسته وکړي او د شوو خبرو اترو پۀ رڼا کې راتلونکي د پاره یوه تګلاره وټاکي.

په دې غونډه کې له اوږدې مشورې وروسته"د کُرمې امن غږ" پۀ نامه د هلوځلو د منظم کولو پرېکړه وشوه. دا هوډ وښودل شو چې د دغه نامې لاندې به د پوهنتونونو زده کوونکو، سياسي او سماجي مشرانو، پوهانو، تاجرانو، مسافرو او ولسونو سره رابطې او د يو فېصله کن ګام پورته کولو د پاره به هلې ځلې کولی شي.

تېره ورځ د کورمې دويم غټ تحصيل سده بازار کې رېحان نومې تن وي او اې ډيوه ته ویلي وؤ، نن څلورمه ورځ ده چې سده کې بازارونو او هر څه بند دي، خلک د خوراکي توکيو د نشتوالي سره مخ کيږي، ځینې مارټر ګولې په کورونو لګېدلي او جګړه دومره زوروره ده چې خلک ژوبل کسان روغتون ته نه شي منتقل کولی.

هغه په انتظاميه او امنيتي ادارو نیوکې وکړې چې ټولې ادارې موجودې دي بيا دلته جګړه څنګه پيل شي او په دومره غټه کچه وسله د کوم ځای څخه راځي.

انتظاميه وايي، خلک په خپل مينځ کې نښتې دي او دا علاقه د پخوا راهسې قبايلي سيمه پاتې شوې او د افغانستان سره پوله لري، د خلکو سره وسلې د ډېر پخوا راهسې پرتې دي، او دوی بيا هم د امنيت په ځای کولو هڅه کوي.

په کورمه کې پرون په څلورمه ورځ هم تعليمې ادارې بندې، سړکونه بند او افغانستان سره تجارت هم تړلی پروت وؤ.

کورمه کې د تېرې جولايۍ په 24مه د بوشېرې د مدي کلي او د ډنډر علاقې د مالي خېل کلي ترمنځ د ځمکې يا جايداد په سر شخړه پيل شوې او بيا نورو علاقو ته غځېدلې وه.

په يادو نښتو او جګړه کې چې د څو ورځو پورې روانې وې، د 47 نه زیات کسان وژل شوي او 177 نه زيات نور ژوبل شوي وو.

ويل شوي وو، تېره مياشت بيا سني او شيعه مشرانو په دې خبره اتفاق کړی وو چې خوارکلي او بالشخېلو کې به څوک مورچې نه جوړوي.

په کورمه کې د اوږدې مودې راهسې د سني او شيعه و ترمنځ وخت په وخت د ځمکو او نورو لانجو په سر وسله والې نښتې شوي، او په غټه کچه مرګ ژوبلې پکې اوښتي دي