لکي مروت: د زرګونو په شمېره کې خلک د ناامنۍ ضد او امن غوښتنې دپاره راوتلي
Your browser doesn’t support HTML5
د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعې لکي مروت اوسېدونکي وايي سیمه یې د جګړې په میدان بدله شوې ده. د ناامنۍ له امله کاروبارونه اغېزمن شوي، ژوند یې د خطر سره مخ شوی او خلک د خپل امنیت ساتنې لپاره په شخصي کمېټيانو جوړولو مجبور شوي دي. په دې اړه نور حال عدنان بېټنی وړاندې کوي