لکي مروت: د وسله والو برید کې پخوانی پولیس افسر اؤ د هغه زوی وژل شوي

فایل: زوړ عکس.

د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو یو پخوانی پولیس افسر اؤ د هغه زوی وژل شوي دي.

د سیمې څخه پولیس سرچینو وي او اې ډيوه ته ویلي دا پېښه د شورو په ورځ د لکي مروت په بېګوخیل سیمه کې شوې ده.

پولیس وایي دغلته په مچن خیل اډه سیمه کې په موټر سایکل سورو نامعلومو وسله والو په ریټایرډ پولیس افسر سیف الرحمان ډزې ناتاره ډزې کړي چې په دغو ډزو کې سیف الرحمان اؤ د هغه زوی وژل شوي دي.

پولیس وایي د وژل شوي پولیس افسر ځوي هم په ایف سي ځواک کې ملازم ؤ اؤ په رخصتۍ کلی ته تللی ؤ .

ددې پېښې ذمه واري تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخستې خو روانه میاشت تحریک طالبان پاکستان د امنیتي ادارو غړو ته خبرداری ورکړی ؤ چې له خپلو دندو باید لاس په سر شي ګنې د هغوي د بریدونو سره به مخ شي.

تر دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې په لکي مروت اؤ د پښتونخوا په نورو جنوبي ضلعو کې د ایف سي ، پولیس اؤ پوځ هغه ګڼ شمیر مامورین د وسله والو په ډزو کې وژل شوي چې په رخصتیو خپلو سیمو ته ورغلي وؤ.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت د شمېرو له مخې د جنورۍ نه تر اکتوبر 2024 پورې په ټول پاکستان کې د ترهګرۍ 1566 پېښې شوي .

په دې پېښو کې تر ټولو زياتې پېښې په خېبر پښتونخوا صوبه کې رامنځته شوي دي چې په کې د 573 امنیتي عسکرو په ګډون ټول 924 کسان وژل شوي دي.