امریکا کې په ټک ټاک د بندیز پرضد مقدمه په واشنګټن کې پېلیږي

USA-TIKTOK/POLL

د ټولنیزو رسنیو مشهور اېپ/ اېپلیکېشن ټک ټاک او د دغې چلونکې کمپنۍ ٫٫باېټ ډانس٬٬ وکیلان به د ګل/ دوشنبې په ورځ د واشنګټن په عدالت کې د امریکا انصاف محکمې وکیلانو سره په یوه داسې قضیه کې مخامخ کیږي چې په امریکا کې به د ټک ټاک د راتلونکې فیصله کوي.

دا قضیه چې پکې یو شمېر مقدمې یو ځاې کړل شوي او د روان کال په پېل کې عملي شوي یو قانون اېیني حیثیت چلینج کوي.

دغه قضیه چې د امریکا په کانګرس کې د دواړه سیاسي ډلو پلویان لري د ٫٫باېټ ډانس٬٬ کمپنۍ نه غوښتنه کوي چې ټک ټاک دې د کال ۲۰۲۵م د جنورۍ ۱۹ نېټې پورې یوې غیر چینايي کمپنۍ باندې خرڅه کړي ګنې بیا دې په امریکا کې د ټک ټاک تړلو ته تیار شي.

د قانون پرضد قضیه کونکي وايي چې دا په امریکا کې د ټک ټاک کارونکو ۱۷۰ مېلینه امریکایانو د لومړي اېین لاندې د وینا په ازادۍ بندیزونه لګول دي.

د امریکا د انصاف محکمه بیا دعوه کوي چې ټک ټاک د امریکا قامي امنیت ته یو خطر دی ځکه چې دغه اېپ د امریکایانو شخصي معلومات راغونډوي او د چین حکومت بیا کمپني دې ته مجبورولی شي چې دغه معلومات دې ورسره شریک کړي. ٫٫باېټ ډانس٬٬ کمپنۍ د دې ضمانت ورکړی چې دا کار به نه کوي.

حکومت دا هم وايي چې دغه اېپ باندې ښودل کیدونکی مواد د چین د حکومت لخوا په امریکا کې د خلکو د فکر بدلولو لپاره کاریدی شي.

د امریکا کانګرس د ٫٫ پروټکټنګ امېریکنز فرام فارن اېډورسري کنټرولډ اېپلیکېشن اېکټ٬٬ په نامه بل د اپریل په میاشت کې پاس کړی چې ټک ټاک په نښه کوي.

د دغه قانون لاندې ٫٫باېټ ډانس٬٬ کمپنۍ ته د ۲۷۰ ورځو موده ورکړل شوې چې ټک ټاک خرڅ کړي او یا په امریکا کې خپل فعالیتونه وتړي. د ټک ټاک چلونکې کمپنۍ د دغه پرضد احتجاج وکړو او دعوه یې وکړه چې دا ګام د امریکا د اېین د لومړۍ مادې پرضد دی.

کمپنۍ په خپل قانوني خواست کې لیکلي چې ٫٫ د دې نه وړاندې کله هم کانګرس د خلکو د وینا یوه لار په داسې توګه نه ده تړلې. نه چرته کانګرس په یو قانون د دومره خلکو غږ غلی کړی.٬٬

کمپنۍ د دې تر څنګ دعوه کړې چې دوي ته د نه منلو دوه متبادلې لارې ښودل شوي.

که چرته ټک ټاک په امریکا کې بندیږي نو په مېلینونو امریکایان به ترې بې برخې شي او د اشتهاراتو په لار کمپنۍ ته ترلاسه کیدونکی امدن به وباېلي، او د نړۍ نورو لویو کمپنو د مقابلې نه به ووځي او ورسره به پخپله ټک ټاک خپل قدر وباېلي.

که چرته کمپني دې ته مجبوره کړی شي چې ټک ټاک په غیر چینايي کمپنۍ باندې خرڅ کړي نو د دې سره به په زرګونو چینايي سافټ وېر جوړونکي چا چې ټک ټاک جوړ کړی او پرې کار کوي د هغوي کارونه به ودریږي.

د کمپنۍ په خرڅ کې د ټک ټاک الګوریدم یا کمپیوټري ژبه نه ده شامله کومه چې کارونکي ځان ته راکش کوي. کمپني وايي چې د دغې پرته به د ټک ټاک سهولت د کارونکو خوښي د لاسه ورکړي.

د ټک ټاک د دغه قانوني قضیې په ځواب کې د امریکا د انصاف محکمه دریځ لري چې د امریکا قامي امنیت او د حکومت د ګټو لپاره به د ټک ټاک کارونکو د لومړي اېیني حقه ورتیریږي.

د انصاف محکمې لخوا خپور شوي بیان تر مخه ٫٫ د چین حکومت چې امریکا خپل جفرافیايي او سیاسي دښمن ګڼي دا واک او عملي وړتیا لري چې د چینايي کمپنیانو نه وغواړي چې په پټه د چین د استخباراتو او قانون عملي کونکو سره د ملي امنیت هڅو کې مرستې وکړي.٬٬

د امریکا د انصاف محکمې وړاندې دا تور هم لګولی وو چې ټک ټاک کمپني د امریکایانو معلومات د خپلو چینايي کارکونکو سره د شریکولو پخوانی تاریخ لري.