ماه رنګ بلوڅ وایي په ګوادر کې د خپلو مسایلو په اړه لویه غونډه کوي خو حکومت اجازه نه ورکوي

Your browser doesn’t support HTML5

بلوڅ يکجهتي کمېټۍ وایي د جولای په 28مه په ګوادر ښار کې یوه لویه غونډه کوي، چې وایي هدف یې په سوله ییزه توګه د مسلو حل کول دي خو وایي حکومت یې د غونډې د مخنیوي هڅه کوي. حکومت وايي وایي په ګوادر کې لویه غونډه د ښار امنیتي حالت خرابولی شي. تفصیل د حمید سمسور په رپوټ کې: