ټي بي یا نری رنځ ولې ورځ تر بله زیاتیږي؟

Your browser doesn’t support HTML5

د صحت نړیوالې ادارې (ډبليو اېچ او)  د شمېرو تر مخه په ګرده نړۍ کې هره ورځ د څلور زرو نه زیات خلک د ټي بي ناروغۍ له سببه خپل ژوند د لاسه ورکوي او هم په یوه ورځ کې ۲۸۰۰۰ تنه په دې ناروغۍ اخته کیږي. پاکستان د نړي په هغه ۳۰ هېوادونو کې په شپږم نمبر دی چرته چې د ټي بي ناروغانو شمېره تر ټولو زیاته ده.

ټي بي یا نری رنځ ولې ورځ تر بله زیاتیږي؟
د صحت نړیوالې ادارې (ډبليو اېچ او) د شمېرو تر مخه په ګرده نړۍ کې هره ورځ د څلور زرو (۴۰۰۰) نه زیات خلک د ټي بي ناروغۍ له سببه خپل ژوند د لاسه ورکوي او هم په یوه ورځ کې ۲۸۰۰۰ تنه په دې ناروغۍ اخته کیږي. پاکستان د نړي په هغه ۳۰ هېوادونو کې په شپږم نمبر دی چرته چې د ټي بي ناروغانو شمېره تر ټولو زیاته ده. د ټي بي یا نري رنځ نخښې څه دي او دا ناروغي څنګه خوریږي؟ عام خلک د دې ناروغۍ څنګه ځان ساتلی شي؟ تفصیلي حال یې د وي او ای ډیوه خبریال وقار احمد په دې ویډیو رپورټ کې وړاندې کوي.