مارک روبیو:له شخړو به په ډډه اوسو، په ملي امنیت به هیڅ جوړ جاړی ونه کړو

د امریکې د بهرنیو چارو نوي وزیر مارکو روبیو د ملک د لوړ پوړي سفارتکار په توګه د بهرنیو چارو د محکمې څخه لیدنه کړې اؤ هلته ورته تود هرکلی ویل شوی دی.

په دغه مهال راجمع شوؤ په سلګونو کسانو ته د خپلې وینا په مهال ښاغلي روبیو ویلي چې د امریکا ملي ګټو ته به خپل ټول پام ور اړوي.

د هغه وینا وه "زموږ مشن به هر هغه څه وي چې مونږ پیاوړي کوي، مونږ خوندي کوي یا مو نور پسې زیات خوشحالوي"

خارجه وزیر وویل، امریکا به هڅه وکړي چې له شخړو ځان په ډډه وساتي خو په ملي امنیت به کله هم څه رقم سمجهوته یا ساز باز ونه کړي اؤ نه به خپل اساسي اقدار قربانوي.

خارجه وزیر بدلونونه اړین وګڼل اؤ وي ویل بدلونونه به کیږي خو دا بدلونونه به تباه کوونکي نه وي اؤ نه به ددې موخه چاته سزا ورکول وي.

د بهرنیو چارو وزیر د امریکې د بهرنیو خدماتو د کاري ځواک څخه مننه وکړه اؤ د دې تر څنګ یې خپل نوي کردار کې د څه ځانګړي کار کولو هیله هم ښکاره کړه.

هغه وویل" زه غواړم ستاسو مننه وکړم، د هغو ټولو خلکو مننه کول غواړم چې بهرنۍ نړۍ کې اؤ له هیواده د باندې خدمات ترسره کوي، ځېنې په داسې ځایونو کې دي چې پیاوړي اؤ باثباته دي اؤ ځېنې هغه چې ډير کمزوري اؤ خطرناک دي"

روبیو وویل" زه په مقامي توګه د دنده ترسره کوونکو مامورینو اؤ د هغو هیوادونو د وګړو هم مننه کوو چې زموږ سره کار کوي"

د ملک د نوي خارجه وزیر په توګه د سینیټر مارکو روبیو د نوم منظوري کانګریس د صدر ډونلډ ټرمپ د صدارت په وړومبۍ ورځ په ګډ ډول ورکړې وه.

هغه د ټرمپ په انتظامیه کې د سینیټ څخه د نامزدګۍ توثیق ترلاسه کوونکی د نوې کابېنې وړومبی غړی دی