پرويز خټک:دحالاتو ښه کيدوبه پوځ ملاکنډ کې ايسار وي

دپاکستان دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک وئيلي دي چې ترڅو چې حالات ښه شوي نۀ وي پوځ به ملاکنډ کې ايسار وي.
تيره اوونۍ په ميډيا خپرو شوؤ راپورونو کې وئيل شوي وؤ چې دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک ملاکنډ څخه دپوځ دتدريجي واپسۍ منظوري ورکړې ده.
ټاکل شوې وه راتلونکې مياشت کې به دشانگلې اؤ بونير څخه دپاکستان دپوځ وتل شروع شي اؤ له دې وروستو به دسوات اؤ کوز دير پشمول دملاکنډ دنورو سيمو څخه دپوځ تدريجي واپسي شروع کيدله.
وزيراعلي خټک ملاکنډ څخه دپوځ دنۀ راغوښتو په اړه دغه څرگندونې وروستو له هغې کړي چې دنهې په ورځ دپيښور هائيکورټ حکومت ته هدايت کړى ؤ دملاکنډ اؤ قبائيلي سيمو څخه دپوځ راغوښتو څخه دمخه دې دهاغو بنديانو دکيسونو دهوارولو په اړه قانون سازي وکړي چې په قيدخانو کې ساتل شوي دي.
دصوبائي حکومت لخوا دملاکنډ ډويژن څخه دپوځ په تدريجي ډول دراويستو داعلان څخه يواځې يوه ورځ وروستو دخيبرپښتونخوا په بره دير سيمه کې دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې دپاکستان دپوځ دوه لوړپوړي افسران ميجر جنرل ثناء الله اؤ ليفټننټ کرنل توصيف احمد ديو بل عسکر سره وژل شوي وؤ.
پيښور کې ميډيا سره دخبرو په مهال وزيراعلي خټک دبره دير دپيښې غندنه وکړه اؤ زياته يې کړه چې دغسې پيښې دامنيت دټينگښت په لاره کې خنډ جوړيږي.
اوس اوس اسلام اباد کې ترسره شوي ټول گونديز کانفرنس کې دپاکستان حکومت ته طالبانو سره دمذاکراتو شروع کولو تجويز ورکړل شوى ؤ اؤ طالبانو دخبرو اترو ددغه وړانديز هرکلى کړى ؤ.
دطالبانو له لوري حکومت سره دمذاکراتو شروع کولو لپاره څو غوښتنې مخې ته راغلي چې پکې قبائيلي سيمو څخه دپوځ بيرته غوښتل، دهغوي دبندي ملگرو خوشې کول اؤ دتندلارو لپاره عامه بخښنه شامله ده.
خو په بره دير کې دجنرال اؤ ليفټننټ کرنل دعهدې دپاکستاني پوځ ددوؤ افسرانو دوژل کيدو دذمه وارۍ قبلولو وروستو دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني پخپل يو بيان کې خبردارى ورکړى ؤ چې ترهه گرو ته به په هغوي دخپلو غوښتنو منلو اجازت نۀ ورکوي اؤ زياته کړې يې وه چې ددغه حملې ذمه وارانو سره به حساب کوي.
دوزيراعلي خټک وينا ده ملاکنډ څخه يې دپوځ دراغوښتو يادونه نۀ ده کړې، دحالاتو تر ښه کيدو به پوځ ملاکنډ کې ايسار وي اؤ کله چې (امنيتي) وضعه ښه شي نو پوځ به بيرته راوغوښتل شي.
دملاکنډ بيلا بيلو برخو ته په کال ٢٠٠٧م کې دمتحده مجلس عمل حکومت دتندلاريتوب دله مينځه وړلو لپاره پوځ غوښتى ؤ.
کله چې دملا فضل الله په مشرۍ دتندلارو بيلا بيلو ډلو سوات ، بونير اؤ پيوست سيمو کې متوازي انتظاميه رامينځته کړه ، خلکو ته يې سزاگانې ورکول شروع کړل، سکولونه يې الوځول ، زنانه طالب علمانې يې سکولونو ته دتللو څخه منعې کولې اؤ دسوات په بيلا بيلو سيمو کې دداسې مړو موندل پيل شول ، چې ورسره به دخبرداري ليکونه ترلاسه کيدل ،نو دکال ٢٠٠٩م دمئ په مياشت کې دپاکستان پوځ په لويه پيمانه عمليات پيل کړل.
وزيراعلي وائي” دپاکستان پوځ دملک اؤ قام خدمت کوي اؤ په ملاکنډ کې دهغوي موجودگي دامنيت دټينگښت لپاره ده، ځکه دصوبائي حکومت لخوا دپوځ دراغوښتو کومه پريکړه نۀ ده شوې“
هغه وويل وويل ټولو سياسي گوندونو وفاقي حکومت ته طالبانو سره دمذاکراتو شروع کولو اختيار ورکړى دى اؤ اوس دغه خبرې اترې دوفاقي حکومت ذمه واري ده.
دهغه وينا وه دتعليم اؤ صحت څانگو کې داصلاحاتو وروستو به صوبه کې اقتصادي دور ډير زر شروع شي.