په پاکستان کې د مخابراتو یا ټيلي کمیونیکیشن ملي ادارې (پي ټي اې) ویلي د ولس د خونديتوب باوري کولو لپاره یې د بلوچستان په ځېنو سیمو کې د موبایل انټرنیټ خدمات ځنډولي دي.
د ډان نیوز له مخې پي ټي اې پخپل بیان کې ویلي، ولس ته اطلاع ورکول کیږي چې د مجاز محکمو د لارښوونو په رڼا کې د بلوچستان په مخصوصو سیمو کې د موبایل انټرنیټ خدمات په عارضي ډول ځنډول کیږي.
خو څېړونکي وایي چې پاکستان کې اوس د مخالفو غږونو د غلي کولو په غرض ورځ تر بلې په انټرنیټ اؤ میډیا بندیزونه لګول کیږي اؤ بلوچستان کې هم په موبایل انټرنیټ بندیز ددې لپاره لګول شوی چې ددې صوبې د محرومو خلکو نه د خپل غږ نړۍ ته د رسولو لارې چارې وتروړل شي.
د پي ټي اې بیان کې ویل شوي دا اقدام په دې سیمو کې د امنیتي وضعې له امله د ولس د تحفظ باوري کولو لپاره اخستل شوی دی.
د پي ټي اې په بیان کې دا وضاحت نه دی شوی چې د موبایل انټرنیټ خدمات د بلوچستان په کومو سیمو کې اؤ د څومره وخت لپاره ځنډول شوي دي.
ډان وایي د چهارشنبې په ورځ د وزیراعلا سرفراز بګټي په مشرۍ راجوړې شوې غونډې ته د صوبې چیف سیکرټري شکیل قادر خان د موبایل انټرنیټ د خدماتو ځنډولو پلان وړاندی کړی ؤ.
په بلوچستان کې په موبایل انټرنیټ دا بندیز وروسته له هغې پرځای کړل شوی چې په نهم نومبر د صوبې د سرښار کوټې په ریلوی سټېشن کې د پاکستاني پوځيانو په یوه ډله ځانمرګي برید کې د 14ؤ پوځيانو په شمول 26 کسان ووژلی شول اؤ تر 62 زیات نور ژوبل شول.
د دغه برید ذمه واري بیلتون خوښې بلوڅ وسله والې ډلې بلوچ لبریشن ارمي پغاړه اخستې وه.
خبریال اؤ څېړونکی ناصر داوړ وي او اې ډیوه ته وایي د تېر یو کال راهسې په بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا کې حالات ډير په چټکتیا سره د خرابېدو په لوري روان شوي دي اؤ حتی ددې صوبو په ځېنو برخو کې عملاً حکومتي واکمني ختمه شوې اؤ وسله والو ډلو پکې خپل واک ټینګ کړی دی.
ښاغلی ناصر داوړ وایي چې بلوچستان کې د بد امنۍ د ستونزې تر څنګ د بشري حقونو د سرغړونو رپورټونه هم په پرله پسې ډول مخې ته راځي اؤ ګڼ شمیر بلوڅان د خپلې صوبې په وسایلو د اختیار ترلاسه کولو لپاره په مبارزه بوخت دي .
د ناصر داوړ په خبره، پکار خو داده چې ددې ستونزو د هواري لپاره سیاسي ګامونه واخستل شي، د مذاکراتو اؤ جوړ جاړي لاره خپله کړل شي خو دا چې حکومت اؤ ملکي ادارې د ستونزو هواری یوازې په پوځي عملیاتو اؤ په انټرنیټ بندیزونو کې ویني نو دا یوه خام خیالي ده.
ښاغلی داوړ زیاتوي تر دې وړاندې هم حکومت داسې ډیرې هڅې کړي چې د خپلو سیاسي مخالفینو د غږونو غلي کولو لپاره یې اکثره وخت انټرنیټ تړلی خو وایي دغه هڅې کله هم بریالۍ شوې نه دي.
په پاکستان کې زیاتره وخت نقادان په پوځ اؤ استخباراتي شبکو نیوکې کوي چې په ميډیا اؤ انټرنیټ بندیزونه د پوځ په وینا لګي خو د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر تېره ورځ اسلام اباد کې یوې غونډې ته خپله وینا کې وویل، له قواعدو پرته د رایې څرګندولو ازادي په ټولنو کې د اخلاقي قدرونو د تنزلۍ لامل جوړیږي.
د هغه وینا وه چې بې لارې کوونکي معلومات خپرول اؤ له کرکې ډک بیانونه سیاسي اؤ ټولنیزې ځاندره بې ثباته کوي.
د پاکستان بلوچستان صوبه د یوې اوږدې مودې راهسې د ناکرارۍ سره مخ ده اؤ دغلته که یو خوا د ریاست نه مرورې بلوڅ وسله والې ډلې وخت په وخت په امینتي ځواکونو مرګوني بریدونه کوي نو بلخوا د صوبې د حقونو په غوښتنه اؤ د جبري بې درکیو په ضد سیاسي ګوندونه اؤ مدني ټولنه هم په احتجاج بوخت دي.
بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.
په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.
وخت په وخت مخې ته د راغلو شمیرو اؤ معلوماتو له مخې بلوچستان نه ترلاسه کیدونکی قدرتي ګیس دپاکستان د26 فیصده ابادۍ ضرورتونه پوره کوي خو پخپله دبلوچستان زیاتره سیمې دتېرو اویاؤ کالو راهسې دګیس داسانۍ نه محرومې ساتل شوې دي.
بلوچستان کې د قدرتي ګیس ترڅنګ د معدنیاتو نورې ډير سترې ذخیرې هم موجودې دې چې هغې کې د سرو زرو،سپینو زرو، اوسپنې،کرومایټ، تانبې، چونې، قیمتي کانو، سنګ مرمرو وغیره ذخیرې شاملې دي.
پخپلو وسیلو د اختیار نه لرلو پرضد د اوږدې مودې نه بلوچستان کې ګڼ شمیر بلوڅ تنظیمونه په وسله وال مقاومت بوخت دي اؤ غوښتنه لري چې د بلوچستان په وسیلو دې د دې صوبې خپلو وګړو ته واک اختیار ورکړل شي.