د شانګلې نور پينځه مزدوران د سکرو په کانونو کې مړه شوي

د خېبرپښتونخوا د غرييزې شانګلې ضلعې پينځه نور مزدوران د سکرو په کانونو کې په دوو پېښو کې مړه شوي دي. يوه پېښه پرون د خېبرپښتونخوا په دره ادم خېلو او بله په 15مه جولایۍ د بلوچستان په بولان سيمه کې شوې ده.

د سکرو په کانونو کې د کارکوونکو خواریکښو د اتحادیې وياند عابد يار خان وي او اې ډيوه ته وويل، پرون د جولايۍ په 16مه د خېبرپښتونخوا په دره ادم خېلو کې د سکرو په کان کې کار کوونکي درې خواريکښ د ګېس له امله مړه شوي دي.

هغه وويل، په مړه شوو کې دوه تنه د پورڼ او يو د کاڼا وو.

نوموړي زياته کړه، بله پېښه په 15مه جولايۍ د بلوچستان صوبې په بولان سيمه کې شوې، په هغې کې د الپورۍ علاقې دوه خواريکښ مړه شوي وو.

نزدې يوه اوونۍ وړاندې د سيند صوبې په جامشورو علاقه کې کان کيدونکي په زانګو کې د سکرو کان ته کوزېدل، د زانګو پړی يا مزی شلېدلی، په پېښه کې درې مزدوران مړه شوي وو.

په دغو مزدورانو کې دوه د شانګلې او يو د بونېر وو.

عابد يار خان وايي، د ګرمۍ په ورځو کې د سکرو په کانونو کې زياتره پېښې د هوا د کمي له امله کيږي، او د سکرو په اکثرو کانونو کې د کار کوونکو د ساتنې هیڅ خیال نه ساتل کيږي.

هغه وويل، نه خو د کان کيدونکو د کار په وخت د حفاظت خیال ساتل کيږي او نه چې د کانونو دپاره څومره قوانين دي په هغو عمل کيږي.

هغه زياته کړه، د سکرو زياتره کانونه په دويم او درېم ټېکه دار خرڅ شوي وو هغه بيا يواځې خپل کار اوباسي، د يو څيز خيال هم نه ساتي.

د نوموړي په خبره، روانه مياشت کې تراوسه پورې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبه کې د سکرو په کانونو کې د شانګلې نهه کان کيندونکي مړه شوي دي.

د سکرو په کانونو کې اکثره پېښې په بلوچستان صوبه کې کيږي.

هلته چارواکي مني چې په کانونو کې د کان کيندونکو او کانونو دپاره جوړ قوانين نه عملي کيږي، د ماينونو چارواکي د قانون نه عملي کولو په سر د کانونو د مالکانو يا ټېکه دارانو پرضد کارروايانې کوي.

د ال پاکستان لېبر فېډريشن تنظيم د رپورټ ترمخه، په کال 2023م کې د ملک په نورو صوبو کې 148 او په بلوچستان کې د سکرو په کانونو کې کار کوونکي 132 مزدوران په بيلا بيلو پېښو کې مړه شوي وو.

د بلوچستان صوبې د سکرو په کانونو کې زياتره د خېبرپښتونخوا د شانګلې او سوات، افغانستان او ځايي مزدوران کار کوي.