په میانمار کې د صحت کارکنانو هم په حکومت ضد احتجاج کې برخه واخیسته

د میانمار په مانډالې سیمه کې د اتوار/یکشنبې په ورځ د کودېتا ضد احتجاج کوونکو په دې خاطر چې د پولیسو او امنیتي ځواکونو سره بیا په لویه لانجه وانه وړي، سهار وختي د لمرخاتو پر مهال یې مظاهره جوړه کړې وه.

دا ځل د صحت کارکنانو، په شمول د ډاکټرانو، نرسانو، د طب زده کوونکو، او فارمسېسټانو په سپینو جامو کې له جمهوریت پلوه مظاهره چیانو سره یوځای شول او د خالي/شنبې له ماخوستنه یې بیا د اتوار/یکشنبې تر سهاره لاریون وکړ. هغوی د کودېتا ضد نارې وهلې، بېنرونه یې اوچت کړي و، او ویل یې چې «زمونږ مشره وژغورئ، زمونږ آینده وژغورئ!». د هغو مقصد د میانمار ګوښه کړی شوې پخوانۍ مشره آنګ سان سوچي وه چې اوس د کودېتا چیانو په ولقه کې ده.

آنګ سان سوچي او د میانمار نور منتخب مشران د فرورۍ له اولې نېټې راهیسي په بند کې پراته دي. په دې موده کې په میانمار کې د پوځي کودېتا ضد مظاهرې روانې دي او مانډالې سیمه د پوځي واکدارانو خلاف د احتجاج لوی مرکز ګڼل کیږي.

د دې نه علاوه، د خالي او اتوار ورځو ترمنځ، د میانمار له شمالي صوبې کاچین نه نیولې بیا د دې هېواد تر جنوبه پورې په مختلفو ځایونو کې هم احتجاجونه وشول او خلکو په سلګونه شمعې بلې کړې وې.

که څه هم ټول نړېوال د پوځي واکمنانو لخوا د میانمار احتجاجونو ټکول غندلي دي، خو د خالي په ورځ د میانمار امنیتي ځواکونو او پولیسو یو ځل بیا حکومت ضد احتجاج کوونکي په ټول هېواد کې وټکول.

د تېرې جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو سېکټري جنرل انټونیو ګوتېرېش د میانمار پوځ دوامداره ظلمونه په کلکو ټکو وغندل. تر دې وړاندې، د میانمار په شن صوبه کې لږ تر لږه اته (۸) کودېتا ضد احتجاج کوونکي وژل شوي و.

د ملګرو ملتونو د سېکټري جنرل ویاند، سټېفان دوجاریک خبریالانو ته وویل: «د پرامنه احتجاج کوونکو وژل او پخپل سر ګرفتاریانې، په شمول د صحافیانو ګرفتارۍ، بالکل د قبول وړ ندي.» هغه زیاته کړه چې د میانمار پوځ د تشدد ختمولو او د بنیادي بشري حقونو د تحفظ او جمهوریت لارې ته د واپسې په برخه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مطالبات په پرله پسې توګه نظراندازه کوي.

د ملګرو ملتونو د سېکټري ویاند وویل چې اوس نو یو مستحکم او متحد بین الاقوامي جواب ته عاجل ضرورت شته.