نواب مظفرخان سدوزی د افغانستان تر واک لاندې پنجاب کې وروستی افغان والي

نواب مظفر خان سدورزی.

د افغانستان د وروستي والي نواب مظفر خان سدوزي مقبره د پاکستان د پنجاب ايالت په ملتان ښار کې د صوفي بابا بهاالدين زکريا د زيارت په انګړ کې ده، چې له کابله شاوخوا اووه سوه کيلومیټره لرې ده.

دلته په ښار کې اوس هم د سدوزي قوم اولادونه شته، خو دوی يواځې په دې پوهيږي چې دوی سدوزي پښتانه دي ځکه چې دوی اوس په سرایکي ژبه خبرې کوي.

د پنجاب د مظفرګړ ضلعې د پنجاب د دغه افغان والي نواب مظفر خان نوم ژوندی ساتلی دی.

په ملتان کې د سرايکي قوم تاريخپوه ظهور دھريجه ھمدغه نواب مظفر خان د ملتان د خپلواکۍ په جګړه کې د شهید په توګه ولید، خپل تاریخ یې راټول کړ او د پنجاب د سرایکي صوبې له تحریک سره یې د نواب مظفر خان تاريخ مخې ته راوست.

ښاغلی ظهور دهریجه په ملتان ښار کې د نواب مظفر خان د کلا نه بهر په هغه ځای کې ولاړ د تاريخ په حقله راته دا خبرې کولې، چې د جون په دويمه نېټه 1818م کال کې پنجابي حکمران رنجیت سینګ هغه وواژه.

د سرایکي ملتپال غورځنګ مشر او د څو کتابونو لیکوال ظهور دهریجه وي او اې ډیوه ته وویل:

"موږ هغه بدبخته خلک یو چې د رنجیت سینګ یادګار یې جوړ کړو خو د ملتان دغه زړور افغان زوی مو هېر کړی دی. په ملتان کې د هغه د زیږون ځای کې هم د پنجاب حکومت روغتون جوړ کړی او هغه اثار یې له منځه وړي چې زموږ ملي میراث وو، حتی د دوی اولادونه اوس د خپلو مشرانو په یادولو شرمیږي".

نواب مظفر خان په 1758م کال کې په ملتان کې د نواب شجاع خان سدوزي په کور کې زېږېدلی وو. دا هغه وخت وو چې احمدشاه ابدالي په افغانستان کې واکمني کوله.

د نواب شجاع خان پلار نواب زاهد خان په 1738م کال کې د نادرشاه د واکمنۍ پر مهال د ملتان لومړی افغان والي شو او بیا په 1749م کال کې له مغلو سره په جګړې کې ووژل شو.

د نواب زاهد خان له مرګه وروسته احمدشاه ابدالي نواب شجاع خان د ملتان د والي په توګه وټاکه او د افغان دراني امپراتورۍ لومړۍ سیکه هم دلته په ملتان کې کښېښودل شوه. نواب شجاع خان په پنجاب کې د شجاع آباد د نوي ښار بنسټ کښېښود.

Your browser doesn’t support HTML5

فخر کاکاخېل په ملتان کې د نواب مظفر خان سدوزي د قبر مخته.

په همدغه وختونو کې پيرنګيانو په هند کې خپلې پښې مضبوطې کړې وې، د دوی اراده وه چې د پنجاب له لارې افغانستان ته ورسیږي، ھمدغه وجه وه چې دوی پنجابي سیک واکمن ته نیزدې شول.

د سیکانو د مخکې نه په پښتنو نظر وو. همدغه وجه وه چې د سیک پنجابي واکمنانو پرله پسې پر ملتان بریدونه شروع کړل.

په 1775م کال کې د نواب شجاع خان له مړینې وروسته پنجابي سیک سردار ګنداسه سینګ پر همدې ښار برید وکړ، خو ځوان نواب مظفر خان دغه برید په شا وتمباوه. ویل کیږي چې د احمدشاه ابدالي زوی تیمورشاه د سیکانو په مقابل کې له هغه سره مرسته وکړه او سیکانو ته یې ماتې ورکړه او هغه یې د ملتان والي وټاکه.

د نواب مظفر خان د ژوندلیک لیکوال ظهور دھریجه وایي د نواب مظفر خان دوره د ملتان په شمول د ټولې سرایکي سیمې زرین دور ګڼل کیږي، ځکه چې وایي د کرنې نظام، عدالتي نظام او تعمیراتي نظام بنسټ د نواب مظفر خان په لاس کښېښودل شو:

"په دې وخت کې واکمن رنجیت سنګ پرله پسې بریدونه کول. د لاهور تخت په ملتان باندې 17 حملې وکړې چې په شپاړسو کې یې سخته ماتې وخوړه او د زرګونو کسانو په وژلو سره تېښتې ته اړ شو، که د خانګړ عبدالصمد خان بدوزي له افغان ملت سره خیانت نه وای کړی، رنجیت سنګ به هیڅکله بریالی نه وو".

د نواب مظفرخان سدوزي د قبر کتبه.

د ده په ژوندلیک کې ویل شوي چې په 1806 او 1807م کلونو کې رنجیت سنګ پخپله یو ځل له ټپي کېدو وتښتېد او بیا یې د فتح سنګ کاليسا او فقیر عزیزالدین له لارې د سولې پیغام ولېږه، خو په افغانستان باندې د بري لپاره د انګریزي واکمنۍ ته دا ضروري وه چې د افغانستان دغه ولایت پنجاب له کابله وباسي.

د سردار رنجیت سینګ هر حرکت د برتانوي راج لخوا څارل کېده، همدا وجه وه چې سردار رنجیت سنګ پر ملتان برید ته دوام ورکړ. د پنجاب حکومت د ملتان ضلعې د وېبپاڼې له مخې، په پای کې د هند د پاني پت په جګړه کې د احمدشاه ابدالي مشهور توپ "زمزمه" چې اوس هم په لاهور کې موجود دی، د 1818م کال په مې میاشت کې د 25,000 پوځیانو سره ملتان ته راوړل شو.

د پنجاب وروستی افغان والي نواب مظفر خان ښه جګړه وکړه. هغه ته د روغې جوړې وړاندیز هم وشو. د 1818م کال د جون په دوهمه نېټه سیکان بالاخره د ملتان کلا ته ننوتل. نواب مظفر خان او زامن یې تر پایه په جګړه کې ووژل شول. خپلوان یې بندیان کړل او لاهور ته یوړل شول.

لیکوال ظهور دهريجه وایي، "هغه ورځ او نن، موږ په پنجاب کې ځانونه بولو چې مونږ د تختِ لاهور بندیوان يو۔ ځکه چې سکانو د والي صېب د کورنۍ ډډر ځوانان لاھور ته یووړل او زندانونو کې يې واچول. ددې ذکر سرایکي ادب کې موجود دی چې "اسا قیدی تخت لہور دے" نن پنجاب رنجیت سنګ هېرو بولي او زما د هېرو شناخت له منځه وړل کیږي. دا زموږ د تمدن جګړه ده".

په اوسنې دور کې د افغانستان تاریخ له امو دریبا نه د پاکستان تر اټک پورې محدود دی، په داسې حال کې چې د افغان تاریخ اتلان او د واکمنۍ نفوذ تر ډیلي پورې غزېدلی دی.

د پاکستان په پنجاب صوبه کې تاسو د پښتنو واکمنانو اغېزې په هر ځای کې لیدلی شئ. قانون او تاریخ پوھ ارشد عالم خلجي چې د افغانستان له تاریخ سره بلد دی وايي، ډېر د افسوس ځای دی چې زموږ نوی نسل نه پوهیږي چې زمونږ اتلان څوک دي او تاریخ یې څه دی.

ارشد عالم خلجي‌ وي او اې ډیوه ته وویل، نواب مظفر خان سدوزي 40 کاله په پنجاب حکومت وکړ او تر اخره پورې يې جګړه وکړه:

"په تاريخ کې په ځينو ځايونو کې ليکل شوي چې سيکانو په ده باندې 17 ځله بريد وکړ او په وروستي بريد کې يې د خپل ژوند په قربانولو سره تاريخ جوړ کړ، مطلب دا چې د خیبر تر جګړې مخکې سیکانو په اسانۍ سره د پنجاب د افغان والي لخوا ملتان نه شو نیولی، له بده مرغه زموږ اوسنی نسل په دې نه پوهیږي، پښتانه تاریخپوهان باید په دې اړه کار وکړي".

Your browser doesn’t support HTML5

قانون او تاریخ پوه ارشد عالم خلجی

په ملتان کې د بهاء الدین زکریا په شان د یوه فقیر د مقبرې په یوه کونج کې د نواب مظفر خان یو کوچنی قبر دی چې د نورو قبرونو په څېر د هغه پر قبر د ټول پنجاب خلک د فاتحې په ویلو تېرېږي.

په دوی کې هیڅوک نه پوهیږي چې دا د افغان "ننګیالي اتل" قبر دی، خو دا ښه ده، که دا قبر د صوفي زبرګ تر حفاظت لاندې نه وای نو ښکاري چې نن به يې د قبر څلی هم نه معلومېدو.