دپاکستان لنډمهاله حکومت د هیواد دپخواني وزیراعظم میا نوازشریف په ضد د ناجائزه شتمنیو د مقدمو په خلاصه محکمه کې د اوریدلو منظوري ورکړې ده.
تر دې وړاندې حکومت پریکړه کړې وه چې د نوازشریف په ضد مقدمې به د زندان دننه پرمخ وړل کیږي چې په دې مسلم لیګ نواز اؤ نورو ګوندونو نیوکې کړې وې اؤ دریځ یې خپل کړی ؤ نوازشریف کوم ترهګر نه دی چې په ضد روانې مقدمې یې د زندان دننه اوریدل کیږي.
د چهارشنبې په ورځ د وزیراعظم ښاغلي ناصرالملک مشرۍ کې د مرکزي کابینې غونډه کې د نوازشریف په ضد دالعزیزیه اؤ فلیګ شپ د دوسیو دزندان دننه د اوریدلو امر بیرته واخستلو اؤ په خلاصه محکمه کې یې ددغه دوسیو د اوریدنې منظوري ورکړه.
د روانې میاشتې په شپږمه نیټه احتساب عدالت هیواد څخه دباندې دناجائزه شتمنیو لرلو اؤ دهغې په اړوند دحقیقتونو پټولو په جرم کې پخواني وزیراعظم نوازشریف ته د لسو،دهغه لور مریم نواز ته د اوو اؤ زوم محمد صفدر ته د یو کال بند سزا اورؤلې وه.
په ۱۳م جولایي نوازشریف اؤ دهغه لور لندن څخه په واپسۍ دلاهور هوایي اډې څخه نیول شوي اؤ دپینډۍ اډیاله زندان ته اچول شوي دي.
خو نوازشریف ته داحتساب عدالت څخه د سزا اورؤل کیدلو وروسته په ۱۳م جولایي دقانون اؤ انصاف وزارت دحکومت امر کړی ؤ چې دهغه په ضد د روانو دوؤ نورو دوسیو اوریدنه به د زندان دننه کیږي.