د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا ناارامه شمالي وزيرستان ضلعې د ميرعلي اوسېدونکی طفېل داوړ د 30م اپرېل دردوونکې ورځ يادوي، کله چې هغه او کليوال یې د ډزو له امله په کورونو کې ايسار پاتې شوي وو.
طفېل داوړ ويلي، په دغه ورځ یې کلي کې د امنيتي ځواکونو لخوا د وسله والو ضد عملياتو کې ټوله ورځ د ډزو تبادله روانه وه.
په دغو ډزو کې د هغه د تره زوی ژوبل شوی چې اوس یې هم په ځايي روغتون کې درملنه روانه ده.
د افغانستان سره په پوله پرتو د پاکستان قبايلي ضلعو اوسېدونکو وي او اې ډيوه ته ويلي، د پوځي عملياتو له امله دوی ځينې علاقو ته نه شي تلی، نو ګو زون يا د تګ راتګ دپاره منع کړل شوي، او امروزه ژوند یې محدود شوی دی.
مولانا نقيب الله خان د ټيليفون د لارې وي او اې ډيوه ته ویلي، "د امنیتي ځواکونو لخوا زمونږ کلي ته تګ راتګ منع کړل شوی، نو ګو زون ګرځول شوی، هيڅ پرمختيايي کار نه کيږي، ژوند یې خوندي نه دی او ګڼو کورنيو د پوځي عملياتو له امله علاقه پرېښودې ده".
هغه ویلي، په تېرو درېو مياشتو کې یې د امنیتي ځواکونو سره د 60 هغو کسانو د خوشي کولو په اړه مذاکرات شوي، څوک چې وسله والو ته د ډوډۍ او دوايانو په تور نيول شوي دي.
د کړي حیدر کلي محمد امين ويلي، "حالات خراب شوي دي، د 2023م په دسمبر کې مو هيلي کاپټرې وليدې چې شيلينګ یې کولو او پوځي عمليات روان دي. ځايي خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي".
د پاکستان پوځ وايي، پوځ، پوليس او استخباراتي ادارې هره ورځ په ملک کې د ترهګرو ضد د 100 نه زيات عمليات کوي.
د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چودري په اوومه مې خبري غونډې ته ويلي وو، روان کال امنیتي ځواکونو ټول 13,135 غټ واړه عمليات کړي، 239 ترهګر یې وژلي او 396 يې نيولي دي.
وي او اې د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې آی اېس پي ار بريګيډيیر عضنفر سره د وټس اېپ د لارې د تماس هڅه کړې چې د دغو عملياتو نور جزيات ترې معلوم کړي خو هغه ځواب نه دی ویلی.
د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د نهې/ سه شنبې په ورځ د سيمه ييزه مطالعاتو ادارې په يوه غونډه کې ويلي وو، په افغانستان کې په کال 2021م کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري 60 فيصده زياته شوې ده.
څيړونکی حقنواز خان وايي، پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې کومه واضحه تګلاره نه لري.
د نوموړي په خبره، "پاکستان په تېرو وختونو کې د مذاکراتو او پوځي عملياتو دواړه تګلارې خپلې کړې خو پاکستان کې ترهګري سېوا شوې ده، د پاکستان پوځ او سياسي قوتونو ته به په ګډه نوې تګلاره جوړول وي".
اسلام اباد کې د سنټر فار ریسرچ اینډ سیکیورټي سټدیز نومې ادارې ترمخه د کال 2023م د لومړو درېو میاشتو په مقابله کې سږ کال د 2024م په دغه موده کې د ترهګرۍ پېښې 17 فيصده سېوا شوي دي.
د ادارې د رپورټ ترمخه د روان کال په لومړو درېو مياشتو کې په 245 بریدونو او پوځي عملیاتو کې 432 کسان وژل شوي او 370 ژوبل شوي دي.
په دغو شمېرو کې د صوبو تفصيل نه دی ويل شوی خو زياته کړل شوې ده د تشدد پېښې 92 فيصده پېښې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.