نړۍ نه پولیو د خاتمې دپاره نړیوالې ټولنې د نور مالي امداد لوظ وکړو

د کال ١٩٩٥ په دې تصویر کې د پاکستان پخوانۍ وزیراعظم بېنظر بهټو په کراچۍ کې یو ماشوم ته د پولیو خلاف وېکسین ورکوي

د پاکستان او افغانستان په شمول نړۍ نه د پولیو مرض ختمولو دپاره مرسته کوونکو هېوادونو او ادارو د دوه اشاریه شپږ ارب ډالرو مالي امداد لوظ وکړو.

د ملگرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارگنایزېشن د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل دغه پنگه به هر کال ۴٥٠ مېلین ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکو په ورکولو لگولی شي او په نتیجه کې به یې نړۍ نه د پولیو مرض د ختمولو کوښښونه خپل هدف ته نور هم ورنژدې شي.

ډبلیو اېچ او ویلي پولیو درې مختلف قسمونه لري خو نړۍ د مرض د دوو قسمونو څخه پاکه کړی شوې ده او په تېرو دریو لسیزو کې په دنیا کې د پولیو په کېسونو کې ٩٩ فیصد کموالی شوی دی.

خو د پولیو ټایپ ون قسم په افغانستان او پاکستان کې اوس هم وجود لري.

د گلوبل پولیو ارېډیکېشن انېشیټېټیو چې دنیا د پولیو د ختمولو دپاره کوښښ دی، وايي سږ کال تر اوسه پورې په پاکستان کې د پولیو ٨٠ او په افغانستان کې ٢٠ کېسونه رپورټ شوې دي. په پاکستان د پولیو تر ټولو زیاتې ناروغۍ په خېبرپښتونخوا کې موندل شوې دي.

د پولیو مرض د انسان په اعصابي نظام حمله کوي او انسان ته د جراثیم لگېدو په څو گنټو کې انسام معزوره کړي.

ماهرین وايي د پولیو علاج نشته خو د وېکسین یا ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو په زریعه دوی د مرض نه محفوظ کېدلی شي.

نړیوالو مرسته کوونکو د پولیو د خاتمي دپاره د دوه اشاریه شپږ ارب ډالرو مالي امداد لوظ په دوبۍ کې د یوې غونډې په مهال وکړو. د غونډې اعوان و "ریچنگ د لاسټ مایل" یعنې اخېري میل ته رسیدل.

د لوظ شوي مالي امداد شا او خوا نیمايي برخه به بل اېنډ مېلنډه گېټس فاونډېشن مرستندویه اداره ورکوي چې په نړۍ کې د پولیو د خاتمې د کوښښونو مرسته کوي. د دې نه علاوه برطانيي، امریکې، پاکستان او روټري انټرنیشنل نومې ادارې هم د امداد ژمنه وکړوه.