د افغانستان او پاکستان ترمنځ د طورخم دروازه به اوس ٢۴ گنټې پرانېستي وي

عمران خان د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یوه دستوره کې په رسمي ډول د طورخم دروازه د ٢۴ گنټو دپاره پرانیستله او دا یوه تاریخي ورځ وبلله

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ولسي تگ راتگ او د تجارتي توکیو د انتقال دپاره به د طورخم دروازه اوس ٢۴ گنټې خلاصه وي.

عمران خان د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یوه دستوره کې په رسمي ډول د طورخم دروازه د ٢۴ گنټو دپاره پرانیستله او دا یوه تاریخي ورځ وبلله.

عمران خان وویل د طورخم لار ٢۴ گنټې خلاصه پاتې کېدل به په سیمه اقتصاد ته ترقي وکړي او د ولس دپاره به د کار زورگار موقعې برابر کړي. "زه نن دا یوه ډیره تاریخي ورځ گڼم."

عمران خان سږ کال اعلان کړی و چې طورخم به ٢۴ گنټې خلاصه وي. خو د ولسي تگ راتگ دپاره به د ویزې شرط پرځای وي.

د طورخم دروازې د پرانېستلو وروسته عمران خان د خبریالانو سره خبرې وکړې.

طالب استازو سره د هغه د مجوزه لېدلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې عمران خان وویل چې د طالبانو او د امریکې ترمنځ د خبرې ختمیدل یوه "ټرېجډي" یا غمیزه ده. عمران خان زیاته کړه چې د هغه کوښښ و چې افغان حکومت او طالبان د یو بل سره مذاکراتو ته کښېنوي.

عمران خان وویل امریکا او طالبان حتمي معاهدې ته نژدې شوي خو د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د طالبانو سره د مذاکراتو لړۍ قطع کړه.

عمران خان وویل د امریکې او طالبانو ډیل (لوظنامه) بالکل لاس لیک کېدونکی و، د امریکایانو او د طالبانو ترمنځ د ډیل د لاس لیک کېدو نه وروسته به مونږ د هغوی سره لیدل، ما به (ورسره) لیدل او ځما کوښښ څه و؟ چې په څه نا څه طریقه هغوی او د افغانستان حکومت یوځای کړی شي...ځما کوښښ به دا و چې دوی (افغان حکومت او طالبان) د یو بل سره کښېنوو."

د تېر شا او خوا یو کال راهسې امریکې د طالبانو سره په قطر کې د مذاکراتو لړۍ پېل کړې وه. د امریکايي پلاوي مشري په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد کوله. ټاکل شوي وه چې دا میاشت به افغان صدر اشرف غني او طالب استازو به په امریکا کې د صدر ډانلډ ټرمپ سره لیدل خو په کابل کې د طالبانو په ځانمرگي برید کې د یو امریکايي عسکر د وژل کېدو وروسته صدر ټرمپ د طالبانو سره خبرې ختمې کړي.