د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا به ناارامه ضلعه شمالي وزيرستان کې د دوو "ترهګرو" د وژلو دعوه کړې ده.
پوځ د جمعې په ماسخوتن ناوخته په خپله وېب پاڼه خپور کړي بيان کې ويلي، "د ترهګرو د موجودګۍ استخباراتي معلومات وو، عمليات شوي او د ډزو تبادله کې دوه ترهګر عبدالله خدري او خالد جانان وژل شوي دي".
پوځ ويلي، وژل شوي وسله وال په ترهګرو هلو ځلو او د ملکي خلکو په وژنه کې ککړ وو.
د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو ځايونو ته اکثره خبريالان نه پرېښودل کيږي د پېښو د ځايونو نه د مرګ ژوبلې په اړه د پوځ یا د وسله والو ډلو دعوې په بې طرفه ډول تصدیق ممکن نه وي.
د پاکستان پوځ وخت په وخت په شمالي وزيرستان کې د دغه ډول عملياتو خبرونه ورکوي او په شمالي وزيرستان او نورو قبایلي ضلعو کې وخت په وخت په امنيتي ځواکونو وسله وال بريدونه هم کيږي.
په نږدې موده کې د زياترو بریدونو زمه وارۍ کالعدم تحریک طالبان پاکستان مني.
په خېبر پښتونخوا کې په دې وروستيو ورځو کې په پوځ او پولیسو د بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټکه شوې ده.
د پاکستان نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د زیارت په ورځ پېشور کې د پوليسو يوې دستورې ته په وينا کې ويلي وو "د ترهګرۍ ضد جګړه ګټل شوې ده يواځې د دې ګټې اعلان پاتې دی څه وخت به لګي په دې اعلان کې، شپږ مياشتې، يو سال، يو نيم کال، زه نه يم خبر".
هغه ويلي وو، "څوک چې ترهګر دي هغو په خپله دا فېصله کړې ده، هغوی ځي په څه وجه هم، څوک خودکش جوړيږي او څوک نور څه، د دغه اختیار وروسته چې دوی په خپله استعمال کړی د خواخوږۍ لايق نه دي".
کراچۍ (وي او ای ډیوه) —