شپږ پاکستاني عسکر د ایران پولې سره نژدې په بم چاودنه کې وژل شوي

د پوځ د مطبوعاتو څانګې وویل د اېف عسکرو دغه ډلې د ایران پولې نه ۱۴ کلومیټره په بولېده سیمه کې د معمول ګزمه کوله

د پاکستان پوځ ویلي د بلوچستان په کیچ ضلع کې د اېف سي په موټر د ریموټ کنټرول بم چاودنه شوي چې پکې د اېف سي د یو افسر په شمول شپږ عسکر وژل شوي دي.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې وویل د اېف سي عسکرو دغه ډلې د ایران پولې نه ۱۴ کلومیټره په بولېده سیمه کې د معمول ګزمه کوله چې د سختي غرنۍ علاقې هغه برخې ووېني چې وسله وال يې يه مشکوک توګه د حرکت دپاره استعمالوي.

پوځ وویل عسکر د ګزمې وروسته خپل مرکز ته بیرته روان وو چې د څارنې یو موټر د ریموت کنټرول بم دلارې په هدف کړی شو. په چاودنه کې یو مېجر او پنځه عسکر ووژل شو.

پوځ وه نه وېل چې په اېف سي ځواکونو حمله چا کړې ده او نه هم داسې کوم رپورټ په سملاسي توګه مخې ته راغلی چې د حملې مسولیت چا منلی دی.
پوځي او حکومتي مامورین په بلوچستان کې د تشدد الزام په بیلتون خوښو مسلح بلوڅ ډلو لګوي. ځېنې بلوڅ ډلې وخت په وخت د حملو مسولیت هم مني. د دې ترڅنګ مذهي ډلو په تېره څه موده کې د حملو ‌ذمه واري په غاړه اخیستې ده.