په کوټه او ژوب کې لږ تر لږه څلور تعلیمي ادارې د کرونا وایرس له امله بیا تړل شوي

په بلوچستان کې د صحت د محکمې چارواکي وايي په صوبه د کرونا وایرس پېښې بیا په زیاتېدو دي

په بلوچستان کې د صحت د محکمې چارواکي وايي په صوبه د کرونا وایرس پېښې بیا په زیاتېدو دي او په کوټه او ژوب ښارونو کې لږ تر لږه څلور تعليمي ادارې او د صوبې د جینکو تر ټولو لویه یونېورسټي د کرونا وایرس له امله بیا د بندوولو فېصله شوي ده.

د کرونا وایرس له امله د تړل کېدو وروسته حکومت په پاکستان کې ې ۱۵ سپټمبر نه د تعلیمي ادارو ته بیا پرانیستلو فېصله وکړه او په لومړي پړاو کې د سکولو نهم او لسم ټولګي، کالجونه او یونیورسټیانې پرانیستلې.

د بلوچستان د حکومت ترجمان لیاقت شهواني مطبوعاتو ته لیږل شوي بیان کې وویل د کوټې ښار د انجونو په دریو سکولونو کې نهه او د ژوب د انجونو به یو سکول کې پنځه د کرونا کېسونه موندل شوي دي چې له امله یې حکومت د دغو سکولونو د بندولو فېصله کړې ده.

تېره ورځ په بلوچستان کې د کرونا وایرس ۱۹۳ نوې کېسونه رپورټ شول.

په دې اړه نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي وړاندې کوي:

Your browser doesn’t support HTML5

په بلوچستان کې کرونا وایرس له امله د څلورو تعلیمي ادارو بیا بندېدل