کوټه کې د وسله والو حمله کې ٢ پولیس وژل شوي

پولیس ویلي په سمدستي توگه چا د حملې ذمه واري په غاړه نه ده اخستې خو حکومتي چارواکي بلوچستان کې د حکومت خلاف حملو پړه په وبیلتون خوښو وسله والو ډلو اچوي

د پاکستان بلوچستان صوبې مرکزي ښار کوټه کې وسله والو د پولیس په موټر حمله کړې ده، په نتیجه کې يي دوه پولیس وژل شوي چې یو پکې لوړ رتبه افسر دی.
پولیس ویلې په موټر سائیکل سورؤ وسله والو د کوټې عیسا نگري برخه کې د ډې ایس پې امیر محمد په موټر ډزې ووکړې.
ډې ایس پي امیر محمد او د هغه محافظ حمله کې سخت زخمیان شول او زخمي حالت کې بولان میډیکل کامپلیکس ته یوړلی شول خو ورسته دواړو ساه ورکړه.
حمله کونکې په تیښته کې کامیاب شوې دي.
پولیس ویلي په سمدستي توگه چا د حملې ذمه واري په غاړه نه ده اخستې خو حکومتي چارواکي بلوچستان کې د حکومت خلاف حملو پړه په وبیلتون خوښو وسله والو ډلو اچوي.
کوټه کې تشدد ورستۍ پیښه په داسې مهال رامنځته شوي چي حکومتي چارواکې وايي د مۍ په ١١ مه نیټه کیدونکو عامو انتخاباتو د پاره به صوبه کې د امنیت کلک گامونه پورته کوي.