پاکستان: په ګوټکي کې د مذهب سپکاوي په تور قهرجنو خلکو د هندوانو مندرونه وران کړي

د پاکستان سند صوبې په ګوټکي ښار کې د هندو مذهب سره تعلق لرونکي یو پرنسپل د مذهب د سپکاوي د تور وروسته قهرجنو مظاهرچیانو د هندوانو ګڼ شمیر د عبادت ځایونو (مندرونو) او جاېدادونو ته سخت زیانونه اړولي.

د دغه پېښې وروسته په ګوټکي ښار کې تاو تریخوالی سېوا شوی او د تیرې ورځې (اتوار/ یکشنبې) راهسې لویه کچه فسادونه هم شوي. او مظاهرچیانو تر څو ساعتو پورې لوې سړکونه هم تړلي.

د اتوار په ورځ د ګوټکي پولیسو ویلي دغلته فسادونه یوه ورځ وړاندې (خالي / شنبې) شورو شوي او په ټول ښار کې خواره شوي.

د سند ایالت ګوټکي ښار او خوا و شا سیمو کې د ټولې ابادې نژدې ۴۰ سلنه د هندو مذهب سره تعلق لري.

د ښار ځايي خلکو او ټولنیزو مشرانو پخلی کړی چې احتجاج کونکو په ښار کې د هندوانو په دریو عبادتخانو ورغلي او دغلته يې پراته بوتان او نور مقدس شایانو ته زیانونه اړولي.

وروسته د دغې قهرجنو مظاهرچیانو ګڼ شمیر د هندو مذهب مننونکې وهلي ټکولي او د دوي ګڼ شمیر کورونه يې وران کړي دي. په وران کړل شوو کورونو کې د هغه شخصي سکول د مشر یا پرنسپل کور هم دی په چا چې د مذهب د سپکاوي تور لګیدلی.

د فساد د دغه پېښو وروسته ځايي انتظاميې د دغې مخنیوي لپاره سېمې ته اضافي امنیت ساتونکي رابللي.

د ځايي خلکو تر مخه د اتوار په ورځ د نور تاو تریخوالي او مظاهرو د اندېښنو لکبله ګوټکي ښار په مکمله توګه تړل شوې وه. د سېمې د پولیسو په وینا دوي د اتوار په ورځ د هغه شخصي سکول مشر یا پرنسپل هم نیولی او دا مهال ترې پلټنې روانې دي.

په دغه پرنسپل د سکول د زده کونکو لخوا تور لګول شوي چې د مسلمانانو د پېغمبر سپکاوی يې کړی.

په ټولنیزو رسنیو خپرو شوو ویډیو ګانو کې لیدل کیږي چې کوتکونه او ډانګي په لاس قهرجن خلک په لارو کوڅو کې د هندوانو ودانۍ تباه کوي.

د پاکستان د بشري حقونو ډلې هیومن راېټس کمېشن اف پاکستان هم یوه ویډیو خپره کړې چې پکې قهرجن مظاهرچیان ښودل شوي. دغه غیرحکومتي ډلې (اېچ ار سي پي) دغه تشدد غندلی او د چارواکو نه یې غوښتلي چې د دغو مظاهرچیانو پرضد دې سمدستي ګامونه پورته کړي او د هندو ټولنې غړي دې د دغه تشدد نه خوندي وساتي.

د ادارې لخوا په یو بیان کې وېل شوي چې ٫٫ وړاندې خپره شوې ویډیو ویرونکې ده: د یوې مذهبې لږکۍ پر ضد ډله ایز تشدد غیرانساني او د منلو وړ نه دی.٬٬

په پاکستان کې د هندوانو د حقونو لپاره کارکونکیاو پیژندلي فعاله کپېل دیو په ټوېټر په یو بیان کې لیکلي چې په ګوټکې کې ژوند کونکي هندوان د محاصرې یا بندیزونو لاندې ژوند کوي چې یوه لویه پوښتنه راپورته کوي، ٫٫ ایا مونږ پاکستانیان نه یو؟٬٬

په پاکستان کې د اسلام او پېغمبر سپکاوی یوه ډیره حساسه معامله ده چرته چې د داسې قسمه تورونو وروسته بې د سپیناوي په تورن تن د ګڼې ګوڼې لخوا سخت تشدد ترسره کیږي.

د دغه هیواد د قانون لاندې که چرې په چا د مذهب او پېغمبر د سپکاوي تور ثابت شي نو ورته د مرګ سزا ورکول کیږي.

خو په پاکستان کې د دغه قانون مخالفین وايي چې یاد قانون زیات تره د خپلو مخالفینو او د نورو مذهبونو سره تعلق لرونکو خلکو او لږکیو پرضد په دروغه کارول کیږي.