پاکستان د چین سره د کرونا واېرس له امله ځنډولي د مسافرو د هوايي جهازونو پروازونه بحال کړل او پاکستاني چارواکي وايي په هېواد د کرونا واېرس کومه پېښه تر اوسه نه ده موندل شوي.
په چین کې د کرونا واېرس د لاسه د مړه شویو کسانو مشیره ٣٦١ ته رسېدلې ده او د ١٧٢٠٠ نه زیات کسانو ته دغه ناروغي لگېدلې ده.
که څه هم د کرونا واېرس د ناروغۍ تر ټولو زیات کېسونه په چین کې رپورټ شوي دي خو د چین نه بهر په ٢٣ ملکونو کې د واېرس ١٥٠ پېښې موندل شوي دي او په فېلپاین کې هم د دې واېرس دلاسه یو کس مړ شوی دی، چې لومړی تن دی چې د چین نه بهر د کرونا دلاسه یې ساه ورکړې ده.
د پاکستاني چارواکو ترمخه د گل، دوشنبې، په ورځ د چین څخه د مسافرو دوه پروازونه پاکستان ته ور ورسېدل او په یو مسافر کې هم کرونا واېرس نه دی موندل شوی.
د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپل رپورټ کې وویل د چین څخه دغه پروازنه د ارومچي ښار نه راغلي چې پکې چینايان او پاکستانیان وو.
پاکستان د جنورۍ د میاشت په ٣١ نېټه چین ته پروازونه ځنډولي وو.
په سمدستي ډول لا دا نه ده معلومه چې پاکستان د چین په ووهان صوبه کې د پاکستاني طالب علمانو د ستنولو دپاره څه گامونه پورته کړې دي او که نا؟
په ووهان کې پاکستانی زدکونکو په سوشل میډیا خپلو پېغامونو کې د حکومت نه غوښتنه کړې وه چې دوی ته د ووهان نه وویستل شي.
امریکې په هغو خلکو هېواد ته په راتگ پابندي لگولې چې د امریکي شهریت نه لري او او تېرو دوو هفتو کې یې د چین سفر کړی وي. هغه امریکایان چې د چین څخه ستنېږی، هغوی د دوو هفتو دپاره په کوارنټین یا د طبي څارنې دپاره په خاص مرکزونو کې ساتل کېږي.
په امریکا کې د کرونا اوېرس نهه کېسونه رپورټ شوي دي.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د کرونا واېرس امریکې ته د راتگ مخه یې نېولي ده. د فاکس ټېلې وژن سره مرکه کې صدر ټرمپ وویل چین ته یې د مرسته وړاندېز کړی دی.
خو د چین د خارجه دفتر ترجمانې هوا چینگ وویل د مرستې پرځای امریکا د کرونا واېرس په اړه ویره خپروي. چینايي ترجمانې د چین په لړ کې د امریکې د سفري بندیزونه په اړه خبرې کولې.
بلخوا د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو وویل چین به ځینې نور پروازونه لېږي چې د هلته امریکایان ستانه کړي.