د بشري حقونو یوې نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل او په پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم (اېچ ار سي پي) په اسلام اباد کې د بلوڅانو د احتجاجي لاریون د مخنیوي، په هغوی باندې د تشدد، د اوښکې بهوونکي ګېس غورځول یې غندلي او د نیول شویو کسانو د سمدستي خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.
ایچ آر سي پي د پنجشنبې- زیارت په ورځ په خپل بیان کې په "بلوڅ مظاهرينو د پولیسو تشدد او د هغو نيول غندلي، د حکومت نه یې غوښتي په سمدستي توګه دې د مظاهرينو سره ليدو دپاره پلاوی وټاکي او د هغو جايزه غوښتنې دې واوري". اسلام اباد هايکورټ کې د لاريون کوونکو دپاره خواست شوی دی.
د پاکستان د بلوچستان صوبې په تربت سيمه کې د بالاچ بلوڅ د وژنې د پېښې وروسته احتجاج او پېل کړی شوی لاريون چې ښځې او نارينه یې ګډون وال وو، تېر ماسخوتن اسلام اباد ته رسېدلي او د لاريون کوونکو په وينا دوی بيا انتظاميې او پوليسو د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته تلو ته نه دي پرېښودي.
ایمنیسټي انټرنېشنل د دسمبر په 21مه په خپل بیان کې پر بلوڅ احتجاج کوونکو د پولیسو په "زیات زور" کارولو شدیده اندېښنه ښکاره کړې او وایي پولیسو چې د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو په ګډون په لسګونو تنه بندیان کړي او یو شمیر نور یې ټپیان کړي، دا د ازادۍ، امن او د مظاهرو د حقونو سرغړونه ده:
"ایمنیسټي انټرنېشنل د پاکستان له حکومته پر خپلو غوښتنو ټینګار کوي، چې سمدستي ټول احتجاج کوونکي خوشي کړي، پر دوی جوړې کړې مقدمې ختمې کړي او له نړیوالو قوانینو سره سم خصوصاً په بلوچستان کې د ټولو غیرعدالتي وژنو او جبري لادرکۍ بې طرفه پلټنې وکړي".
په اسلام اباد کې د ډیوه خبريال وقار احمد وايي، احتجاج کوونکو ورته ويلي، د شپې ناوخته د پوليس لخوا په دوی اوبه شيندل شوي، نیول شوي او د پرېس کلب د مخې نه یې هم د وړاندې نه د لاريون په ملاتړ ناست کسان پاڅولي او نيولي دي.
د نوموړي په خبره، بلوڅ لاريون کوونکو ته ورته ویلي اسلام اباد پوليسو یې 200 کسان نيولي خو چارواکو د 80 کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
د بشري حقونو فعالې وکیلې (قانون پوهه) ايمان زېنب مزاري اسلام اباد هایکورټ ته د بلوڅ لاريون کوونکو دپاره خواست کړی او عدالت د هغې خواست اورېدلی، نن مازيګر یې د اسلام اباد پوليس مشر او مرستیال کمشنر بللي دي.
په ټولنيزو رسنیو خپرو شوو ويډيوز کې د لاريون مشره ماه رنګ بلوڅ د اسلام اباد چارواکو سره خبرې کوي او د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته د تللو دپاره ورته خواست کوي چې لاره دې ورته ورکړي خو چارواکي هغې ته وايي اېف ناين پارک دې لاړ شي.
وروسته به بيا دوی نيول شوي او احتجاج يې پاڅول شوی دی
اېچ ار سي پي په اېکس (پخواني ټویټر) پوسټ کې ویلي، "د لاريون کوونکو ښځو، ماشومانو او بوډاګانو ضد واټر کېنن او ډنډې کارول شوي، ګڼې مظاهره کوونکې ښځې په مبيينه توګه نيول شوي د خپلوانو او ملګرو څخه جدا کړی شوي دي. پرامنه غونډه او د اييني حق کاروونکو بلوڅو سره دا سلوک ناقابل معافي دی".
اېچ ار سي پي زياته کړې، "ټول نيول شوي کسان دې په غېر مشروط ډول خوشي کړی شي او حکومت دې د مظاهرينو سره د ليدنې دپاره پلاوی جوړ کړي او د هغو جايزې غوښتنې دې ومني".
د اسلام اباد پوليسو د شپې په يوه بجه په اېکس (پخواني ټویټر) ويلي وو، "د مظاهرينو په مينځ کې ګڼ په پټ مخ ډنډه په لاس کسان موجود دي، د مظاهرينو امنیتي زون ته د تلو څخه منعې کولو دپاره غېر مهلک لاره خپلولی شي. د طاقت کارولو نه ډډه شوې ده".
ياد لاريون پرون سهار ډېره اسماعيل خان ته رسېدلی او د هلته نه د اسلام اباد په لور روان شوی وو.
د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د سيوري لاندې روان لاريون مشرې ماه رنګ بلوڅ پرون وي او اې ډيوه ته ويلي وو، په شپږم دسمبر دوی د تربت نه دغه لاريون پېل کړی وو. ياد احتجاج او لاريون د بلوڅ ځوان بالاچ بلوڅ د وژنې وروسته پېل شوی وو.
په 23م نومبر د بالاچ بلوڅ د وژنې د پېښې وروسته د هغه د جسد سره په تربت کې احتجاجي ناسته پېل شوې وه. په نهم دسمبر د بالاچ مولا بخش د وژنې مقدمه د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیس افسرانو پرضد درج کړل شوې او د بلوچستان حکومت د پېښې د پلټنو لپاره د حقیقت موندنې کمیټي هم جوړه کړې وه.
په 11م دسمبر د بلوچستان صوبې ستر عدالت (هايکورټ) د بلوڅ ځوان بالاچ مولا بخش د وژنې په تړاو د سي ټي ډي پوليسو څلور اهلکار معطل کړي، د مکران څخه د کوېټې پوليس کرايم برانچ ته منتقل کولو او عدالت د پېښې د منصفانه پلټنو دپاره د لوړ پوړو پولیس افسرانو د کمېټۍ جوړولو حکم کړی وو.
د ماه رنګ په خبره، "زمونږ غوښتنه د سي ټي ډي پرضد د مقدمې درج کولو نه وه، دا لومړۍ پېښه نه وه له دې وړاندې هم ډېری بې ګناه کسان اول بې درکه کړل شوي او بيا په جعلي مقابلو کې وژل شوي دي".
هغې ويلي، "وړاندې هم داسې کمېټيانې جوړې شوي خو په هغې عمل نه دی شوی او جعلي مقابلې په دوامداره توګه روانې دي".
هغې زياته کړې، دوی غوښتنه کوي چې "سي ټي ډي دې غېر مسلح کړی شي جعلي مقابلې دې ختمې شي د بلوڅو نسل کشي دې ودرول شي او څومره بې درکه کسان دي مقدمې جوړې کړل شوي هغه دې خوشي شي".
بلوڅ ويلي، د انکوايري کمېټۍ په نوم د دوی تحریک ختمول کيږي خو دوی په دغه نوم تحریک ختمېدو ته نه پرېږدي.
هغې زياته کړه د دوی په اصل غوښتنو د دوی سره مذکرات نه دي شوي ځکه دوی اسلام اباد ته لاريون کوي.
د بلوچستان صوبې نګران وزير اطلاعات جان اڅکزي په اېکس (پخواني ټويټر) پوسټ کې په لاريون کوونکو نيوکې کړي او تور یې لګولی چې،
"لاريون کوونکی يواځې ترهګر بالاچ حق لري، په تربت کې بالاچ وژلي پنجابي ويونکي مزدوران یې نه لري. په کوسټل هایی وی د بې ګناه وژل شوو دپاره هیڅ مدني فعاليت نشته. د بيان د ازادۍ مطلب د ترهګرو سهولت کاري کول نه دي کوم څه چې د ترهګرۍ برابرۍ دي".
د بالاچ د وژنې پېښه، احتجاج او لاريون
د بلوچستان صوبې سي ټي ډي د نومبر د 22مې او 23مې ترمنځ شپه کې د څلورو کسانو د وژلو دعوه کړې، په وژل شوو کسانو کې بالاچ بلوڅ هم وو، د هغه کورنۍ تور لګولی بلوڅ د اکتوبر په وروستيو کې د کوره پورته کړی شوی په په 20م نومبر بيا د هغه ګرفتاري ښکاره کړی شوې، مقدمه پرې درج شوې په 21م نومبر عدالت ته وړاندې کړی شوی او عدالت د سي ټي ډي پوليسو ته د لسو ورځو په ريمانډ ورکړی وو.
د بالاچ بلوڅ د وژنې وروسته د هغه کورنۍ، مدني فعالو او سياست والو احتجاجي پرلت پېل کړی او د هغه د عدالت نه لرې وژنې د مقدمې غوښتنه یې کوله چې د سي ټي ډي چارواکو ضد دې مقدمه درج کړی شي.
په 23م نومبر په تربت کې د بالاچ د جسد سره احتجاج پېل شوی، اووه ورځې وروسته یې د بالاچ مړی خاورو ته سپارلی، په شپږم دسمبر دوی اسلام اباد ته لاريون پېل کړی، کوټې ته رسېدلې درې ورځې هلته ناست وو او د هلته نه دوی د کوهلو او بارکهان د لارې روان په مخکې روان شوي وو.
د لاريون کوونکو په وينا په کوهلو کې پرې مقدمه درج شوې، بيا ډېره غازي خان ته رسېدلي او هلته پرې هم مقدمه درج شوې هلته یې څو کسان نيول شوي خو د احتجاج وروسته بیا خوشي کړل شوي وو.