د پاکستاني کرکټ لوبغاړو په پوځي اکېډمۍ کاکول کې تربيتي کېمپ پای ته رسېدلی دی. لوبغاړو ويلي، "فزيکي تربیتي کېمپ یې ګټور وو په کېمپ کې کرکټ نه وو د کېمپ مقصد اتحاد او لوبډلې خپلمنځي اړيکي وې".
د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) په پوځي اکېډمۍ کاکول کې د لوبغاړو د تربيت په اړه ويلي، د پاکستان د "پوځ د ټرېنرانو يا تربيت ورکوونکو څخه ترلاسه شوي ټرېننګ څخه به د لوبغاړو په فټنس او کارکردګۍ مثبت اثرات وي".
ویل شوي پاکستانۍ لوبډله په نړیوالو کرکټ کې برخه اخلي ځکه د کرکټ بورډ چيرمين محسن نقوي د پاکستان د پوځ په اشتراک کاکول کې دغه تربيتي کېمپ راجوړ کړی وو.
د پاکستان کرکټ لوبډلې کپتان بابراعظم ويلي، "په کېمپ کې لوبغاړو ته د فټنس ښه کولو موقع په لاس ورغلې د کېمپ بنيادي مقصد په لوبغاړو کې اتحاد او د لوبډلې خپلمنځي اړیکې وې".
هغه زیاته کړې، په دغه ډول فزيکل تربيتي کېمپ کې یې په درېم ځل برخه اخستې، او دا "کېمپ يې ځکه مختلف وو چې په دې کرکټ نه وو، دلته يواځې په فريکل فټنس، رفتار او قوت باندې کار شوی دی".
زياتو لوبغاړو ويلي،په تربيتي کېمپ کې یې په فټنس او ټيم کې د يو والي ساتلو په برخو کې کار شوی او دا به یې په راتلونکې کې په کرکټ کې په کار راشي، ګټور یې بللی دی.
په 25م مارچ پي سي بي په خپله وېب پاڼه خپور کړي بيان کې ويلي وو،د (26م مارچ نه تر اتم اپرېل) پورې تربيتي کېمپ کې به 29 لوبغاړي برخه اخلي.
ويل شوي وو، "په کېمپ کې به توجه په ټيم جوړولو چې مقصد یې د لوبغاړو فزيکي او ذهني کچه لوړل او ډاډ ترلاسه کول دي چې په راتلونکې کې په ښه حالت کې د چېلنجونو مقابله کولی شي".
پي سي بي ويلي وو، "تجربه لرونکي کوچز او تربيت ورکوونکي به د لوبغاړو د فټنس معيار، چټکتيا، مشرۍ او سټراټيجيک فکر او ټول پرفارمنس باندې پاملرنه کوي".
له دې وړاندې هم په کال 2016م کې پاکستانۍ لوبډلې ته د انګلېنډ د دورې نه وړاندې په کاکول کې تربیتي کېمپ لګول شوی وو.