د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياندې ممتاز زهره بلوڅ ویلي پاکستان امریکې ته پوځي اډې نه دي ورکړي او په دې اړه اوازو کې هیڅ حقيقت نشته.
بلوڅ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خبري غونډې ته وویل پاکستان بل ملک ته اډې نه دي ورکړې. "دغه ډول خبرونه تشې اوازې دي او مونږ یې په کلکه ردوو".
بلوڅ زیاته کړه چې "پاکستان کوم ملک يا حکومت ته د اډو ورکولو هيڅ اراده نه لري، او پاکستان به خپله خاوره يا فضايي حدود د کوم بل هيواد پرضد د کارېدو اجازه ور نه کړي".
یوه اوونۍ وړاندې په قومي اسمبلۍ کې اپوزيشن ليډر عمر ايوب خان دعوه کړې وه چې پاکستان امریکې ته دوه پوځي اډې ورکړي او غوښتنه یې کړې وه چې حکومت دې واضحه کړي چې دغه پوځي اډې د نګران حکومت که په بل حکومت کې ورکړل شوي دي.
په تېرو وختونو کې به هم داسې ګنګوسو کردش کولو چې پاکستان امريکې ته پوځي اډې ورکړې او هغه ډرون چې د پاکستان په قبایلي سیمو او په افغانستان کې د وسله والو په هدفونو حملې کوي هم د دغه خفیه اډو نه پورته کېږي. پاکستان به رسمي ډول دغه خبرې ردولې.
د کال 2022 په دوېم اګست د امریکې صدر جوبايډن ويلي اعلان وکړو چې د القاعده مشر اېمن الظواهري د هغه په امر په کابل کې په هواي حمله کې ووژل شو.
که څه هم طالبانو په کابل کې د الظواهري د وژل کېدو په رسمي ډول تصدیق نه دی کړی، وايي په دې اړه تحقیقات کوي، خو د ډرون د برید غندنه يې وکړه.
د کوم ملک نوم د اخیستلو پرته طالبانو دا هم وویل هغه ملکونه چې ډرون ته يې په خپله فضا کې د پرواز اجازت ورکړی "هم په دې جنايت کې ورسره شريک دي."
په کابل کې د ډون حملې وروسته، په څلورم اګست، د پاکستان دبهرنیو چارو د دفتر د هغه وخت وياند عاصم افتخار ویلي وو داسې هیڅ ثبوت نشته چې په کابل کې شوي ډرون برید کې د پاکستان خاوره کارول شوې وه.
ممتاز زهره بلوڅ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په خبري غونډه کې د امریکې سره اړيکو په اړه وویل، پاکستان د امریکې سره د اوږدې مودې نه اړيکې لري.
هغې زياته کړه، روانه اوونۍ د امریکې يو پلاوي د پاکستان سفر کړی، پاکستان او امریکې د ترهګرۍ د مخنیوي، موسمي بدلون او تعليم سره په نورو چارو خبرې اترې کړي دي.
هغې ویلي، پاکستان د امریکې سره اړيکو ته ډېر اهميت ورکوي.
د نهې- سه شنبې په ورځ د امریکې د بهرنيو چارو وزارت مرستیال وياند ويدانت پټېل خبري غونډه کې د امریکې او پاکستان د دفاعي مرستو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې ويلي وو، "د امنيتي چارو په لړ کې د پاکستان سره زمونږ همکارۍ کې د لوړې کچې د ترهګرۍ د مخنيوي بحث يا خبرې اترې، د ترهګرۍ د مخنيوي د توان سېوا کولو مالي مرستې، او د امریکې او پاکستان د ځواکونو په کچه اړيکو ته وده ورکول شامل دي".
هم په دغه ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د سياسي چارو سرپرست مرستيال جان بس په مشرۍ پلاوی د اسلام اباد په سفر کړی، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست سيکرټري رحيم حيات قرېشي سره یې ليدلي وو.
پاکستان ویلي وو، په ليدنه کې په دوه اړخيزه چارو ګټورې خبرې شوي دي. دواړو خواو د تجارت، پانګونې او سيمه ييزه امنیت په برخو کې د مرستو سېوا کولو ژمنه کړې وه