د پاکستان الېکشن کمېشن اعلان وکړو چې نوي انتخابات به د 2024م کال د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې کولی شي.
الېکشن کمېشن په خبر پاڼه کې ويلي الېکشن کمېشن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ نویو حلقه بنديانو د کار جايزه واخسته، او پرېکړه وشوه چې د حلقه بنديانو ابتدايي فهرست به په 27م سمبر عام کړی شي.
د الېکشن کمېشن ترمخه په حلقه بنديانو د اعتراضونو او وړاندېزونو د اورېدنې وروسته به د حلقه بندیانو حتمي فهرست په 30م نومبر عام کړی شي او د د ې وروسته او بیا د 54 ورځو د انتخابي پروګرام نه پس به د 2024 د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې انتخابات کولی شي.
الېکشن کمېشن د اینده انتخاباتو په اړه مجوزه پرواګرام په اېکس، پخواني ټوېټر، اعلان کړو.
له دې وړاندې د پاکستان الېکشن کمېشن په 17م اګست ويلي وو، د 14م دسمبر پورې به نوې حلقه بنديانې کولی شي او د نویو حلقه بندیانو د اعلان سره سم پاکستان کې د انتخاباتو د ټاکلې مودې نه په وروسته کېدو پوښتنې راولاړې شوې وې.
د عوامي نېشنل ګوند مرکزي وياند زاهد خان وايي، دوی د وړاندې نه غوښتنه کوله چې په 90 ورځو کې دې انتخابات وشي.
د وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، دوی چې "د الېکشن کمېشن سره ليدلي وو هغه وخت یې ورته په 90 ورځو کې د انتخاباتو کولو ويلي او خپل تحفظات یې وړاندې کړي وو".
هغه زياته کړه، "زمونږ تر ټول غټ تحفظات په ترهګرۍ دي چې ټولو ته يو شان ماحول جوړ شي او امن وي".
د زاهد خان په خبره، "يواځې د جنورۍ د وروستۍ اوونۍ اعلان نه، پکار وه چې نېټه اعلان شوی وی ځکه بې اعتمادي ده او په ملک کې به اعتمادي هغه وخت لرې کيږي چې زر تر زره انتخابات وشي".
هغه وويل، "مونږ تل په انتخاباتو کې د ترهګرو د لاسه وهل خوړلي ځکه مونږ د رياست نه غوښتنه کوو چې مونږ ته به تحفظ راکوي چې خلک په ازاده په انتخاباتو کې برخه واخلي".
د مسلم ليګ ن ګوند يو مشر احسن اقبال جيو ټي وي سره په خبرو کې وويل، الېکشن کمېشن د انتخاباتو اعلان وکړو پکار ده اوس بې يقيني ختمه شي او خلک دې د انتخاباتو تياری پېل کړي.
روانه میاشت پاکستان بار کونسل ويلي وو، "په ملک کې د انتخاباتو وروسته کېدو په حواله ګنګوسې دي، الېکشن کمېشن دې د ايين ترمخه په ملک کې په 90 ورځو کې انتخابات وکړي".
په درېم ستمبر پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن [اېچ ار سي پي] هم ملک کې د انتخاباتو په حواله غېر يقيني حالاتو اندېښنه څرګنده کړې او د الېکشن کمېشن نه یې په سمدستي توګه د انتخاباتو د مهالوېش [شيډول] اعلانولو غوښتنه کړې وه.
نزدې دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير مرتضا سولنګي ویلي وو، الېکشن کمېشن کله انتخابات اعلان کړي حکومت به یې مرسته کوي ځکه دوی د ايين د ساتنې سوګند پورته کړی دی.