د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف پاکستان کې په لومړی ځل عيسايي مېرمن ته پوځ کې د بريګيډیير رتبې ته په ترقۍ ورکولو اومبارکي ورکړې ده. د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) د خبر ترمخه، هيلن مېري رابرټس د پاکستان د پوځ د طب په څانګه کې دنده ترسره کوي.
وزيراعظم ويلي، د پاکستان د مسيحي لږکۍ ټولنې غړې بریګيډيير رابرټس په لومړي ځل په پوځ کې په ياده رتبه ترلاسه کولو تاریخ جوړ کړو.
شبهاز شریف ویلي، هغه او ټول قام رابرټس ته اومبارکي ورکوي. نوموړي د بریګيډييرې د محنت ستاينه کړې او ويلي يې دي هغې ثابته کړه چې پاکستانۍ مېرمنې په هر ډګر غوره کردار لوبولی شي او د هيچا څخه کمې نه دي.
د پاکستان د وزيراعظم په خبره، قام په بريګيډيير رابرټس وياړي چې د هغې په څېر د لږکيو ټولنې سره تعلق لرونکې په سلګونو مېرمنې د پاکستان خدمت کوي.
پاکستان کې د کال 2017م د سرشمېرنو ترمخه په ملک کې د عيسايي ټولنې ټوله ابادي د 2.6 ميلينو څخه زياته يا 26لکه 42,048 وه، ياده ټولنه پاکستان کې د هندو لږکيو پس دويمه غټه لږکۍ شمارل شوې وه.
د کال 2017م د سرشمېرنې ترمخه د پاکستان ټوله ابادي 207.68 ميلينه ښودل شوې او عيسايي ټولنه یې خواوشا 1.2فيصده جوړېده.
پاکستان کې د لږکيو د حقونو په حال او سرغړونو اکثره د بشري حقونو ځايي او نړيوال تنظيمونه نيوکې کوي.
پاکستان کې عیسايي ټولنه وخت په وخت شکايت کوي چې د ټولنې پرضد بې زغمي سېوا کيږي حملې پرې کولی شي، هدفي وژنې یې کيږي، د عبادت ځايونه او هدېرې یې هدف جوړل کيږي.
او روان کال د اپرېل په مياشت کې امریکا ويلي وو، تېر کال پاکستان کې د بشري حقونو حالت نه وو بدل شوی.
د اپریل پر 22مه خپور شوي امریکايي رپورټ کې ويل شوي وو، په پاکستان کې یې تېر کال د ژوند په بېلابېلو څانګو کې د بشري حقونو د سرغړونو باوري رپوټونه تر لاسه کړي او حکومت د هغو چارواکو د پېژندلو او سزا ورکولو لپاره ډېر کم ګامونه اخیستي چې کېدای شي په دغو سرغړونو کې یې لاس لرلو.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلینکن په یوه آنلاین بیان کې ويلي وو، د دغو رپوټونو په را غونډولو کې له مختلفو معتبرو او پر حقیقت ولاړو سرچینو څخه معلومات اخیستل شوي، چې په هغه کې د حکومتي ادارو، غیرسرکاري تنظیمونو او رسنیو رپوټونه شامل دي.
خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د کال 2023م د بشري حقونو په اړه د امریکې د بهرنيو چارو وزارت رپورټ په کلکه رد کړی او ويلي يې وو، دغه رپورټ غېر منصفانه، په ناسمو معلوماتو جوړ او د ځمکني حقيقت سره په ټکر کې دی.
په امریکايي رپوټ کې په پاکستان د نورو سرغړونو سره د مذهب د سپکاوي خلاف قوانینواو د مذهبي اقلیتونو خلاف پېښو يادګېرنه شوې وه.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت امریکايي رپورټ ته په غبرګون کې ویلي وو، پاکستان د بشري حقونو دپاره د خپل چوکاټ کوټلي کولو، د نړیوالو بشري حقونو ايجنډې ته د ودې ورکولو، او په بشري حقونو بحث ته ژمن دی.
د بهرنيو چارو وزارت ویلي وو، د امریکې نه تمه لری چې په دغه ډول رپورټونو جوړولو کې د بې طرفۍ او زمه وارۍ څرګندونه وکړي.