چوهدري نثار: کراچۍ کې به عمليات هدفي وي،هيڅوک به دگيلې حق نۀ لري

چوهدري نثار وويل که چرې کراچۍ پوځ ته سپارل کيږي، نو دا به دسندهـ دحکومت دمينډيټ په ضد اؤ پوځ سره هم زياتى وي

دپاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې دامنيت دخرابې وضعې له امله يو ځل بيا دپوځي عملياتو بحثونه تاؤده شوي دي، خو ددغه هيواد دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وائي په کراچۍ کې چې دورانکارو په ضد کوم عمليات کيږي، هغه به هدفي بڼه ولري اؤ ټول ښار به ددغه عملياتو سره نۀ مخ کيږي.
دتير څه مودې راهسې په کراچۍ کې دوژنو لړۍ تاوده شوې چې که يو خوا سياسي گوندونه ددغو حالاتو ذمه واري په يو بل اچوي ، نو بلخوا دسندهـ صوبې په پلازمينه کراچۍ کې دطالبانو دفعاليت خبرونه هم دميډيا دلارې مخې ته راځي.
تيره ورځ دکراچۍ يوې لساني ډلې متحده قومي موومنټ په قومي اسمبلۍ اؤ سينيټ کې غوښتنه کړې وه چې کراچۍ دې پوځ ته وسپارل شي ، چې په سندهـ صوبه کې واکمن گوند پيپلز پارټۍ اؤ ځينو نورو سياسي گوندونو ددغه غوښتنې په کلکه غندنه کړې وه.
دزيارت په ورځ قومي اسمبلۍ کې دخپلو څرگندونو په مهال دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وويل حکومت په کراچۍ کې دورانکارو په ضد هدفي عملياتو کولو ته تيار دى ، خو ددغو عملياتو مشري به دسندهـ دوزيراعلي په غاړه وي.
هغه وويل دنهې په ورځ به په کراچۍ کې داوچتې پايې يوه غونډه کيږي، چې پکې به وزيراعظم نواز شريف هم موجود وي اؤ په دغه غونډه کې به دکراچۍ دحالاتو په اړه دټولو خواؤ دريځ اوريدل کيږي.
چوهدري نثار وويل که چرې کراچۍ پوځ ته سپارل کيږي، نو دا به دسندهـ دحکومت دمينډيټ په ضد اؤ پوځ سره هم زياتى وي.
دهغه وينا وه حکومت دريځ لري چې دټولو خواؤ درايې اوريدو څخه وروستو کراچۍ ته پوځ وربلل کيدى شي.
هغه وويل که چرې په کراچۍ کې عمليات کيږي ، نو ټول ښار به ددغه عملياتو په زد کې نۀ وي.
چوهدري نثار وويل دټولو جرائم پيشه خلکو فهرستونه يې تيار کړي، چې هغه به دنهې په ورځ دکيدونکې غونډې مخې ته ږدي اؤ دهغوي ملاتړ به پرې ترلاسه کوي.
له دې وړاندې په کراچۍ کې دعوامي نيشنل گوند وياند ميډيا ته وئيلي ؤ د اى اين پي په ضد په نااعلانه ډول کراچۍ کې عمليات پيل شوي اؤ امنيتي ځواکونه داى اين پي کارکنان هيڅ بيڅه اوچتوي.
دمتحده قومي موومنټ لخوا هم دخپلو گڼ شمير ورکرانو دنيول کيدو دعوه شوې اؤ دشورو په ورځ دمتحده قومي موومنټ مشر الطاف حسين پخپل يو بيان کې وئيلي وؤ چې که چرې حکومت دکال ١٩٩٢ء په څير اپريشن يوځل بيا په کراچۍ کې وکړي ، نو دې سره به دامن خوب کله هم پوره نۀ شي.
دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار هم دشورو په ورځ يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې په ډاگه کړې وه چې که په کراچۍ کې عمليات کيږي ، نو بيا به هيڅوک ددې گيلې حق نۀ لري چې دغه عمليات دخپلو په ضد دي که د پردو.
هغه وئيلي وؤ په کراچۍ کې هدف وژنو کې ککړ اؤ قلنگ خوارۀ خلک سياسي تړونونه لري اؤ درينجرز ځواکونه دعملياتو دپاره بيخي تيار دي.