امير مقام د طالبانو سفير ته: افغانستان دې پاکستان کې مېشتو خپلو وګړو دپاره د اوږدې مودې حل ولټوي

د پاکستان د سېفران وزير امیر مقام پرون په 12مه جولايۍ اسلام اباد کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د سرپرست سفير سردار احمد شکيب سره ليدلي دي

د پاکستان د سېفران وزیر په اسلام اباد کې د افغانستان د واکمنو سفیر سره لیدلي او ټينګار يې کړی چې "افغانستان دې پاکستان کې مېشتو خپلو وګړو دپاره د اوږدوې مودې حل ولټوي او د دوی بيرته ستنولو ته دې پاملرنه وکړي".

د پاکستان د سېفران وزير امیر مقام پرون په 12مه جولايۍ اسلام اباد کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د سرپرست سفير سردار احمد شکيب سره ليدلي دي.

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه، د سېفران وزیر امير مقام د افغانستان ناظم الامور سردار احمد شکيب سره په ليدنه کې ويلي، پاکستان د افغانستان سره د کلکې دوستۍ او مرستې د جذبې لاندې په ځانګړي ډول د افغان کډوالو د تحفظاتو حل او دوه اړخيزه اړيکې پياوړې کول غواړي.

هغه ويلي، پاکستان موجوده بشري صورتحال منلی او د افغان کډوالو پروف اف رجسټرېشن (پي او آر کارډ لرونکو پاکستان کې پاتې کېدو دپاره یې یو کال موده غځولې ده.

په لسمه جولايۍ د پاکستان حکومت څه باندې 1.3 میلینه قانوني اوسېدونکو افغان کډوالو ته په دغه هيواد کې د پاتې کېدو موده د یو بل کال لپاره غځولې، او هغه خبر یې رد کړی وو چې ګواکې د بې اسناده کډوالو د ایستلو لړۍ یې ځنډولې ده.

د پاکستان د وزیراعظم دفتر په بيان کې ويلي وو، د کابينې په غونډه کې د هغو افغان کډوالو د رجسټرېشن یا پي او آر کارډونو د منل کېدو د مودې منظوري د راروان 2025م کال د جون تر 30مې پورې ورکړل شوې چې په قانوني توګه په دې هیواد کې اوسیږي.

د بیان له مخې د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره رجسټر د پي او آر کارډ لرونکو کډوالو کورنۍ کولای شي د علاج، تعلیم او بېنک اکاونټونو اسانتیاوو ته لاسرسی ولري او افغانستان ته په جبري توګه ونه شړل شي.

د پاکستان د حکومتي کابینې تر غونډې یوه ورځ مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر فلیپو ګرانډي اسلام اباد ته خپل سفر پای ته رسولی وو، نوموړي د پاکستان په سفر کې د وزیراعظم شهباز شریف او نورو اعلی چارواکو سره د افغان کډوالو پر ستونځو خبرې کړې او د افغان کډوالو سره یې هم ليدلي وو.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارتخانې ویلي، په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سر پرست سفير سردار احمد شکيب د امير مقام سره "په ليدنه کې پاکستان ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمشنر د سفر په رڼا کې د کډوالو پر وضعیت، ستونزو او وروستیو پرمختګونو خبرې"کړي دي.

ويل شوي، شکيب د کډوالو د کارډونو د مودې غځولو د پاکستان پرېکړه ستایلې خو ورسره یې ويلي دي، "که دغه کارډونه د اوږدې مودې لپاره غځول شوي وای، نوره به هم بهتره وای، د کډوالو لپاره به د اوږدمهاله اسانتیاوو لامل ګرځیدلې وای".

هغه زياته کړې، حکومت یې هم غواړي چې کډوال په خپله خوښه بيرته خپل وطن ته ستانه شي او د دغه کار دپاره یې د لوړې کچې کميتي هم جوړه کړې ده.

د طالبانو سفير ویلي، "امنیتي موضوعات او سیاسي اړیکې باید له کډوالو سره ونه تړل شي".

پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده او د افغانستان خاوره د ‏ترهګرۍ دپاره د پاکستان ضد کاريږي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغه تورونه تل په کلکه رد کړي او وايي پاکستان دې د خپل امنيت ‏زمه واري په افغانستان نه ور اچوي.‏

پاکستان کې د ترهګرۍ د پېښو سېوا کېدو وروسته پاکستان د تېر کال اکتوبر په میاشت کې په غير قانونه توګه مېشت غير ملکيانو د ويستلو اعلان کړی وو.

افغانستان کې واکمنو طالبانو، د بشري حقونو نړيوالو فعالو د پاکستان دغه پرېکړه غندلې چې افغان کډوال بيرته ليږي.

هاغه وخت اېمنېسټي انټرنېشنل ويلي وو، "د پاکستان څخه د افغان کډوالو بيرته لېږل به ښځې او جينکۍ د ځانګړې خطرې سره مخامخ ‏کړي، ځکه په زوره د دوی بيرته ستنول به دوی د تعليم، کار روزګار، ګرځېدو د حقونو څخه محرومه او تشدد د خطرو سره مخامخ کړي".