د اروپا په خوبونو زرگونو پاکستانیان قاچاقبرو لوټ کړي

د انساني حقونو کارکونکي وايي گڼ شمیر کډوال په غیرقانوني توگه د سفر په مهال په سمندر کې ژوند دلاسه ورکړي

د زیاتېدونکې نړیوال فشار برسیره له پاکستان څخه نژدې ٩٠٠٠ کسان په خپله رضا یا قاچاقبرو له هېواده په لاقانونه توگه بهرنیو هېوادونو ته اړولې دي.

په نړۍ کې د جولايي ٣٠ مه نېټه د بشري قاچاقبرۍ پرضد د ورځ نمانځلو په مناسبت په پاکستان کښې د پلټنو مرکزي اداره یا ایف ای اې شمېرې وایي پروسږ کال تر ۳۵ زره پوري پاکستانیانو له هیواد څخه په لاقانونه توګه د وتلو هڅه کړې وه او له هغو څخه ٢٦ زره پاکستانیان د ایران امنیتي ادارو بیرته پاکستان ته سپارلي وو.

په ایف ای اې کښې د بشري قاچاق د مخنیوي د څانګي یوه پخواني مشر سلطان اپریدي ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته ویلي په بې قانونه توګه بهرنیو هیوادونو ته تلونکي زیاتره کسان د پنجاب ایالت اوسېدونکي وي او دوی و ایجنټانو ته خورا ‌‌‌‌‌‌ډېري روپۍ د دغه کار لپاره ورکوي.

د مهاجرت لپاره نړېواله اداره یا ای او ایم د ۲۰۱۷م کال په ریپورټ کښې ویلي چې د بشري قاچاق په اړه پاکستان د نړی د هغه هېوادونو په نوملړ کښې په ۱۳م شمېر دی له کومو هېوادونو څخه چې په زیات شمېر خلک د وتلو هڅه کوي، دغه اداره وایي دې کښې هغه کسان هم شامل دي چې د لږکیود مزهبي ‌‌‌‌‌‌ډلو سره تعلق لري.

سلطان اپرېدي وایي له پاکستانه بشري قاچاق د بلوچستان ایالت له لاري کېږي او ایجنټان د ایران پولي ته څېرمه د تفتان، ماشکېل، پنجګور او تربت سرحدي سیمي کاروي، د ده په وینا قاچاقبر دغه کسان و ایران ته واړوي او ورسته ترکیه بیا د سمندر له لاري یي یونان او بیا نورو اروپای هېوادونو ته واړوي.

بلوچستان له ایران سره شاوخوا ۹۰۰ کلومیتره پوله او نزدې ۷۰۰ کلومیتره اوږده ساحلي تړانګه لري.

د ایف ای اې یو چاراکي واسع خان ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته ویلي بشري قاچاقبر د ګوادر، پسني او جیوني پټي سمندري لاري هم کاروي او مسقط او اومان ته په کشتیو کښې خلک قاچاقوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل یوه ریپورټ کښې ویلي پاکستان د زور او رضا د بشري قاچاق د مخنیوي لپاره د ټاکل شوي لږ تر لږه معیار ته درسېدو په اړه اقدامات ندي کړي.

دغه ریپورټ کې ویل شوي چې په ۲۰۱۷م کال کښې هلته په زور د قاچاق کولو ۱۴۵۷۱ پېښي شوي چې پکښې ۱۲۱۳۳ پېښي له ښځو سره شوي دي

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت پدغه ریپورټ کښې پاکستان د بشري قاچاق په حواله په دویمه درجه کښې شامل کړل شوی دی.

نړیوالي ادارې وايي په ټول جهان کښې نزدې ۲۵ میلیون خلک د مرییتوب یا غلامی ژوند کوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي هرکال له شپږو څخه تر اته لکه پوري کسان د قاچاق لپاره نړېوالو سرحدونو ته وړل کېږي چې له دغو څخه ۸۰ فیصده ښځی او نیمایي یي ماشومان وي.

ځيني شمېرې ښیي چې بشري قاچاقبران له دغه کاروبار څخه هر کال نزدې د ۳۲ ارب ‌‌‌‌‌‌ډالره ګټه کوي. په پاکستان کې د ايف ايي ای چارواکي وايي قاچاقبر په یوه نفر له اووه لکه تر ١٢ لکه روپۍ اخلي.