د قبائیلي سیمو نه بې کوره شوؤ خلکو خوراکې امداد کې کمی

د ملگرو ملتونو د خوراک اداره ورلډ فوډ پروگرام وايي د مالي مشکلاتو په وجه يي د پاکستان د قبائیلي سیمو نه بې درکه شوؤ خلکو خوراکې امداد کې کمی کړی دی

د ملگرو ملتونو د خوراک اداره ورلډ فوډ پروگرام وايي د مالي مشکلاتو په وجه يي د پاکستان د قبائیلي سیمو نه بې درکه شوؤ خلکو خوراکې امداد کې کمی کړی دی.
د ادارې ترجمان امجد جمال وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته ویلي پاکستان کې د امدادي کار جاري ساتلو د پاره ورلډ فوډ پروگرام ١٢٥ میلینه ډالرو ته اړتیا لري چې دا وخت دغه مالي وسائیل ادارې سره په لاس نشته.
امجد جمال وویل د مالي امداد د کموالي په نتیجه کې يي د پاکستان قبائیلي سیمو نه بې کوره شوؤ خلکو د خوراکي امداد یا راشن نیم په نیمه کم کړی دی. هغه وویل د خوراکې امداد د کموالي نه ١٢ لکه خلک متاثر دي.
د قبائیلي سیمو نه بې کوره شوؤ خلکو د امداد په حقله نور تفصیل د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال عدنان بیټني رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

IDP Food