په پاکستان کې دیني عالمانو ،د ډیجیټل حقونو لپاره کارکوونکو اؤ خبریالانو د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل د مشر راغب نعیمي هغه بیان ته سخت غبرګونونه ښودلي چې پکې هغه د وي پي این استعمال غیر شرعي بللی ؤ.
د اسلامي نظریاتي کونسل مشر د جمعې په ورځ پخپل يو بيان کې ويلي وؤ چې په انټرنیټ بلاک شوؤ موادو ته د لاسرسي لپاره د وي پي این کارول د شریعت یا اسلامي قانون خلاف دي.
د اسلامي نظریاتي کونسل د مشر دا بیان په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې حکومت په هیواد کې فایر وال لګولی اؤ په ظاهره د سیوا شوؤ انټرنیټي جرمونو اؤ ترهګرۍ دمخنیوي لپاره یې په صارفینو د میډیا د ریګولیټ کولو اؤ دولتي ادارې سره د وي پي این رجسټر کولو لپاره فشار راوړی دی.
څيړونکي وایي چې داسې رقم ګامونه انلاین څارنه نوره هم سیوا کوي، د رایې د څرګندولو مخه نیسي اؤ په انټرنیټ کیدونکي کاروبار ته زیانونه اړوي.
د پاکستان د اسلامي نظرياتي کونسل پخواني مشر ډاکټرقبله اياز ډیوه سره خبرو کې ویلي، ښکاري داسې چې د وي پي اين د غېر شرعي ګرځولو په هکله به د اسلامي نظرياتي کونسل څخه کومي سرکاري اداري پوښتنه کړې وي چې د هغې په ځواب کې به د کونسل د مشر دا بیان مخې ته راغلی وي.
هغه وایي داسې رقم سوالونه په کال ۲۰۲۳م کې هم د کونسل مخې ته راغلي وؤ۔
د ډاکټر قبله اياز په وینا "کیدای شي اسلامي نظرياتي کونسل دا سفارش کړی وي که د وي پي اين په لاره داسې قسمه مواد خپريږي نو د هغي د مخنیوي او انسداد څه لارې چارې کتل پکار دي"
ډان ويب پاڼې پخپل يو رپورټ کې لیکلي چې د اسلامي نظرياتي کونسل يو غړي دوي ته ويلي دي چې دا ( وي پي این غیر شرعي ګرځول) د کونسل پرېکړه نه ده بلکي دا د کونسل د چيرمين ډاکټر راغب نعيمي شخصي نظر دی.
بلخوا په ټولنيزو رسنيو يو شمير دیني عالمانو ددې پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل د دې ګام مخالفت کړی دی۔
د پاکستان د مذهبي چارو پخواني وزير پير نورالحق قادري پخپل يو بيان کې ویلي د اسلامي نظرياتي کونسل لخوا د وي پي اين په اړه فتوه د خندا وړ ده اؤ دا يوازې د سياسي ايجنډي او د امرانه خواهشاتو عکاسي کوي.
هغه ويلي دي معلوماتو ته د لاس رسي لاره حرام او ممنوعه ګرځول د لوړي کچې عملي او فقهي خيانت دی۔
د پاکستان یو بل ستر دیني عالم مولانا طارق جمیل هم په سوشل میډیا خپل یو بیان کې ویلي که فحش یا د سپکاوي مواد کتل څه ستونزه ده نو بیا خو په وي پي این د غیر اسلامي د لېبل لګولو نه وړاندې باید موبایل غیر اسلامي وګرځول شي.
ورچویل پرایویټ نیټ ورک یا وي پي این د انټرنیټ کارونکي په ملک کې د بندیز سره مخ انلاین موادو ته په لاسرسي کې د خپلې پېژندګلو اؤ ځاي پټ ساتلو جوګه کوي اؤ له دې لارې هغوي خپله رازداري اؤ تحفظ پځای ساتي۔
د انفارمېشن ټيکنالوجي کار پوهه کاشف علي ډیوه سره خبرو کې وایي که يو تن وغواړي چې هغه دې ایکس یا ټويټر ته لاسرسی پيدا کړي نو هغي دپاره هغه يو ویړیا وي پي این کاروي .
د نوموړي په وینا " وي پي این کارولو له لارې د دې ځای چې کوم نيټ ورک وي يا پالیسۍ او يا فايروال وي هغه دوي باي پاس کړي نو هغه بيا د دوي(حکومت) لپاره مشکله وي چې مانيټرينګ يې وکړي نو په دي وجه باندې دوي په وي پي اين ټنل باندې پابندي ولګوله"
پاکستان کې دا وخت د اسلامي نظرياتي کونسل د بيان باوجود يوشمير مرکزي او صوباېي محکمي د وي پي اين د لاري د ايکس يا پخواني ټويټر د لاري خپل بيانونه خپروي۔
د نړوالو خبري شبکو سره کار کوونکي خبريالان بيا واېي وي پي اين حرام ګرځول پاکستان کې د کره معلوماتو د مخي نيولو يوه هڅه ده.
خبریال رفعت الله اورکزی ډیوه سره خبرو کې وایي "دلته خو مطلب ډير ایکسټریم ليول دی او بس یوازې په خوله جمهوريت دی، نور دلته رايټس نشته، او بيا که ته لږ پريپريز ته لاړ شې بيا دې کې خېبر پښتونخوا کې که مونږ وګورو هلته دا په ایکسټريم ليول کې دی هلته بلکل قبايلي ضلعو کې بليک اوټ دی"
د بشري او ډيجټل حقونو کارپوهان وایي هر ډول ټيکنالوجي مدام غېر جانبداره وي يوازي ددې سم او ناسم کارول دا حلال يا حرام ګرځوي.
دوي وایي په وي پي اين بنديز لګول په ايين کې د رازدارۍ د ورکړل شوو حقونو په ضد عمل دی .